خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کمال خان بند د پروژې دويم پړاو په مشروط ډول تمديد شو

د کمال خان بند د پروژې دويم پړاو په مشروط ډول تمديد شو

May 10, 2015 - 15:24

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٤): د ملي تدارکاتو کمېټې د کمال خان بند د پروژې دويم پړاو په مشروط ډول تمديد کړ او د هوايي ډګرونو د څېړنې او مصوونيت پر زياتوالي يې ټينګار وکړ.

د ولسمشر ۍ مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د تدارکاتو کمېټې په ناسته کې چې تېره شپه په ارګ کې ترسره شوه، دا پرېکړه هم شوې چې د حاجيانو د لېږد لپاره دې د نړيوالو شرکتونو وړانديزونه ترلاسه شي.

 سرچينه ليکي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېټې په ياده غونډه کې چې د حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله هم په کې ګډون درلود، د ملي دفاع، پوهنې، ټولګټو، کورنيو چارو، اوبو او برېښنا، عامې روغتيا، سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو، برېښنا شرکت، د هوايي چلند خپلواکې ادارې او د ملي راډيو ټلوېزيون د لوى رياست تړونونه وڅېړل شول.

سرچينه د جزئياتو له ورکولو پرته زياتوي چې په غونډه کې يو شمېر تړونونه منظور او د ځينو نورو په اړه پرېکړه وشوه چې د اړينو اسنادو د بشپړولو او روڼتيا په موخه پرې بيا کتنه وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تدارکاتو کمټې په نيمروز کې د کمال خان بند پروژې دويم پړاو په دې شرط تمديد کړ چې له قراردادي شرکت سره پر يوه مهالوېش او د پروژې د پاى نېتې هوکړه وشي او د بل ځل تمديد مخه ونيول شي.

سرچينې په دې اړه نور جزئيات نه دې ورکړي.

د کمال خان بند د نيمروز ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سيند جوړېږي.

Top of Form

Bottom of Form

 د دغه بند جوړولو کار په ١٣٥٢ کې پيل شو او چارې يې څلوېښت سلنه پر مخ ولاړې، خو د ١٣٥٧ کال د غويي مياشتې د ٧مې نېټې د کودتاه له امله نيمګړې پاتې شوې دي.

د کمال خان بند، درې برخې لري چې د نړيوال بانک د سل ميليونه ډالرو په لګښت سره جوړېږي.

د دغه بند په جوړېدو سره به له سل زره هکټاره ډېره ځمکه خړوبه او اته عشاريه پنځه مېګاواټه برېښنا توليد شي.

د دغه بند د لومړۍ برخې کار درې کاله وړاندې د ١٠ ميليون ډالرو په لګښت د "تدس" په نوم د يوه تاجکستاني شرکت له لوري پيل او تېر کال بشپړ شو.

 وروسته د دې پروژې د دويمې برخې کار چې شاوخوا پنځلس ميليونه ډالره لګښت لري، پيل شو خو چارې يې د ناڅرګند دليل له امله ډېرې پڅې روانې دي.

د دغه بند دريمه برخه،د سيند په داخل کې د توربين لګول دي چې له ٧٠ ميليونه ډالره ډېر لګښت پرې راځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېټې ټينګار وکړ چې د بندونو د رغولو سکتور د ساختماني شرکتونو د وړتياوو لوړولو او مسووليت پېژندنې د اصل د تحکيم په موخه د دغه سکتور له شرکتونو سره ناستې وشي.

سرچينه ليکي چې ولسمشر غني د تېرې شپې په ناسته کې د حيرتان- مزار د رېل پټلۍ د پروژې د ستونزو پر هواري او د رېل پټلۍ ادارې د وړتيا پر لوړولو ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې يادې کمېټې د هوايي چلند د خپلواکې ادارې پر ځينو قراردادنو د بحث پر مهال د هوايي ډګرونو د مصوونيت پر زياتوالي، بشپړه څېړنه او تصفيه او امنيتي چوپړ کې د ځنډ پر مخنيوي ټينګار وکړ.

دغه راز په ياده ناسته کې هدايت وشو چې د برېښنا شرکت دارايي بايد تثبيت، د بېلونو د راټولولو ستونزې هوارې او په دې اړه په يو ثابت مهالوېش کار وشي.

سرچينه ليکي، په ياده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د حاجيانو د لېږد لپاره له نړيوالو شرکتونو وړانديزونه تر لاسه شي، تر څو د راتلونکي حج مراسمو کې افغان حاجيانو ته ارزانه، مصوون او هوسا چوپړ تامين کړي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانات

Advertisement