خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسوال: داعش وسله والو په ازره کې جلب او جذب پيل کړی

ولسوال: داعش وسله والو په ازره کې جلب او جذب پيل کړی

Feb 22, 2017 - 11:06

پل علم (پژواک، ۴ کب ۹۵): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د داعش وسلوالو د دغه ولايت په ازره ولسوالۍ کې خپلو ليکو ته د ځوانانو د جلب او جذب لړۍ پيل کړې او لسګونه کسان يې د پوځي زده کړو لپاره د ننګرهار اچين ولسوالۍ ته بيولي دي.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د داعش وسله والو د ازرې په بېلابېلو سيمو کې لسګونه کسان چې ډېری يې تنکي ځوانان دي، خپلو ليکو جلب کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

هغه زياته کړه: ((داعشيان په ازره کې کومه سيمه په لاس کې نه لري، خو له ننګرهار يې په دې ولسوالۍ کې خپلو ليکو ته جلب او جذب پيل کړی او هغه کسان چې د هغوی بلنه ومني؛ نو د ورانکارۍ او د جنګي زده کړو لپاره يې د اچين ولسوالۍ ته بیايي.))

حميد وايي، داعش وسله وال غواړي په را روان پسرلي کې او د هوا په ګرمېدو سره له جذب شوو ځوانانو په دې ولسوالۍ کې کار واخلي.

ولسوال وويل: ((زموږ ولسوالۍ د ننګرهار له نا امنو ولسواليو ده او له پاکستان سره ګډه پوله لري، هلته چې د داعش جنګيالي شتون لري.))

هغه اندېښنه وښوده، که چېرې لوړپوړي چارواکي ازرې ته پاملرنه ونه کړي، نو دا به په راتلونکي کې سرخوږى جوړ کړي.

د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سيمې يوه اوسېدونکي حاجي ابراهيم پژواک ته وويل چې د داعش له لوري په ولسوالۍ کې جلب و جذب په چټکۍ سره روان دى او ګڼ شمېر ځوانان يې خپلو ليکو ته جذب کړي دي.

ده زياته کړه: ((داعش وسله والو دوه مياشتې مخکې زما ٢٢ کلن زوى چې د يوولسم ټولګي زده کوونکى و، خپلو ليکو ته جذب کړ، هغه اوسمهال د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې له داعش وسله والو سره روزنه ترلاسه کوي، ما ډېره هڅه وکړه چې کور ته يې راولم، خو لا بريالى شوى نه يم.))

د بسم الله په نوم د ازرې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي هم وويل چې دوى داعش وسله والو له غټ مصيب سره مخ کړي دي.

هغه وايي: ((که دا لړۍ روانه وي نو په راتلونکي کې به زموږ لپاره غټ سرخوږى وي، دوى به دلته جګړې پيل کړي او سيمې به ونيسي.))

د لوګر د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى هم په ازره کې د داعش له فعاليتونو خبر شوي دي.

خو نوموړي په ياده ولسوالۍ کې د داعش وسله والو شتون ردوي او زياتوي چې يوازې د جلب او جذب د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

د عابد په وينا، په ازره کې امنيتي ادارې فعالې دي او امنيتي ځواکونه له هر ډول ګواښونو سره مبارزه کولى شي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د لوګر د ولايت مقام نظر هم واخلي خو د والي وياند په دې اړه بې خبري څرګنده کړه.

ازره د لوګر د مرکز پل علم ښار ختيځ لور ته په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لارې تړلې دي او خلک يې د ننګرهار د حصارک او د کابل د خاکجبار ولسواليو له لارې تګ راتګ کوي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement