خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر کې د ملي پیغام راډیو خپرونې بندې شوې

لوګر کې د ملي پیغام راډیو خپرونې بندې شوې

Apr 10, 2017 - 11:16

پل علم (پژواک، ۲۱ وری ۹۶): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ګواښونو او مالي ستونزو له امله د ملي پيغام راډيو خپرونې بندې شوې دي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفيق پوپل د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د ملي پيغام راډيو خپرونې د امنيتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي.

د پوپل د معلوماتو له مخې، د ملي پيغام راډيو له تېرو ١٤ کلونو راهيسې په محمداغې ولسوالۍ کې د ورځنيو پېښو تر څنګ په ديني، تفريحي او سياسي برخو کې د ولايت په کچه خپرونې درلودې.

ده زياته کړه: ((کله چې درې مياشتې وړاندې د دې راډيو مسوول مدير د نا معلومو کسانو له خوا و وژل شو، د راډيو نور کارکوونکي له امنيتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو سره مخ شول چې اوس يې نشرات بند دي.))

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د محمد اغې ولسوالۍ د پل کندهاريو کلي اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل: ((د ملي پيغام راډيو د خلکو په خوښه خپرونې کولې، ډېر اورېدونکي يې درلودل خو نږدې دوه اونې کېږي چې خپرونې يې بندې شوې دي.))

هغه له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د دې راډيو مالي او امنيتي ستونزې هوارې کړي څو خپلې خپرونې بېرته پيل کړي.

د ملي پيغام راډيو د امتياز خاوند محمد عثمان طارق پژواک ته وويل: ((له تېرو څو ورځو راهيسې زموږ د راډيو خپرونې بندې دي.))

طارق په دې اړه له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.

خو د ملي پيغام راډيو يوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې راډيو د امنيتي ګواښونو او مالي ستونزو له امله تړل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((درې مياشتې مخکې زموږ مسوول مدير قاضي محمد نصير مدثر ناڅرګندو کسانو و واژه، له هغه وروسته څو ځلې له بېلابېلو نومرو موږ ته زنګونه راغلل او ويل يې که چېرې نشرات بند نه کړئ نو تاسو ټول به يو يو و وژل شئ.))

ده وويل چې د ملي پيغام راډيو له اسلامي قوانينو او افغاني اصولو سره برابرې خپرونې درلودې خو هېڅ معلومه نه ده چې ولې له دې ډول ګواښونو سره مخ ده؟

هغه زياته کړه چې د اړوندې موضوع په اړه دوى څو ځلې سيمه ييزو چارواکو ته شکايتونه کړي خو تر اوسه يې په اړه کوم ګام نه دى پورته شوې.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم ومنله چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ملي پيغام راډيو خپرونې بندې دي.

هغه وويل چې د دې راډيو مسوولينو څو ځلې د امنيتي ستونزو په اړه دوى ته شکايتونه کړي دي.

هغه زياته کړه، د لوګر والي د ملي پيغام راډيو او کارکوونکو د امنيت ساتلو په برخه کې امنيتي ځواکونو ته لارښونې کړې دي.

ده زياته کړه: ((په لوګر کې د ټولو رسنيو او کارکوونکو د امنيت ساتل زموږ مسووليت او رسالت دى.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ګواښونو او ډېرى رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement