خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زابل او لوګر کې د بهرنیو په ګډون اووه وسله وال وژل شوي

زابل او لوګر کې د بهرنیو په ګډون اووه وسله وال وژل شوي

Apr 25, 2017 - 16:40

پل علم- کلات (پژواک، ٥ غويى ٩٦): په لوګر او زابل ولايتونو کې د بهرنيو وسله والو په ګډون اووه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د غويي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې د وسله والو يو موټر په نښه کړى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په يادو وژل شوو او ټپيانو کې پاکستاني، چيچيني او عرب وسله وال شامل دي.

د پنګرام سيمې اوسېدونکي سيد عنايت الله پژواک ته وويل، سهار په دې سيمه کې هوايي بريد شوى دى، خو هغه د نورو جزئياتو په اړه معلومات نه درلودل.

څرخ د لوګر ولايت سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ پرته نا امنه ولسوالي ده.

د يوه بل خبر له مخې، په زابل کې د يوه طالب تر څنګ څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي پژواک ته وويل، امنيتي ځواکونو تېره شپه د خاک افغان ولسوالۍ په ښرنې او سولان سيمو کې عمليات کړي دي.

دى زياتوي، په دغو عملياتو کې د خالد اخندزاده په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان او څلور داعش وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

نوموړي په دې جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement