خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ امنيه قومانداني: اصف مومند موږ نه دى نيولى

د بلخ امنيه قومانداني: اصف مومند موږ نه دى نيولى

Aug 15, 2017 - 18:50

مزار شريف (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د بلخ امنيه قومانداني وايي، د ولايتي شورا د وکيل اصف مومند نه دوى نيولى او نه يې په نيولو کې لاس لري.

د دغه ولايت د ولايتي شورا وکيل اصف مومند، څو ورځې مخکې په کابل کې د بلخ والي عطاء محمد نور پر فساد تورن کړ او ادعا يې کړې وه، چې د ده د وژلو توطئه يې جوړې کړې ده.

د اصف مومند ورور مصطفى مومند د زمري په ٢٥مه‌، پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې تېره ورځ مازيګر مهال اصف مومند له کابل څخه د مزارشريف ښار هوايي ډګر ته ورسېد، نو د والي خصوصي ساتونکو  له هوايي  ډګر څخه ونيوه او له ځانه سره يې بوته.

هغه ادعا کوي چې والي عطاء محمد نور له خپلو زامنو او ساتونکو سره اصف مومند وهلى او تر څلورو ساعتونو بند کې ساتلو وروسته ملي امنيت ته يې سپارلى دى.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد ادعا کوي، چې اصف مومند د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((د بلخ امنيه قوماندان ته دنده سپارل شوې وه، چې هوايي ډګر ته ولاړ شي او مومند ونيسي.))

فرهاد وايي، پر مومند په اسنادو کې د جعل او تزوير تور دى او د ملي امنيت څارنوالۍ له خوا يې د نيولو امر شوى و.

خو د بلخ ولايت  د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى وايي، د مزار شريف پر هوايي ډګر د تېرې شپې په عملياتو کې دوى لاس نه درلود.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ نه په دې عملياتو کې دخيل وو او نه مو مومند نيولى دى.))

د نوموړي په وينا، دا عمليات د هوايي ډګر سرحدي پوليسو کړي دي.

 د بلخ د والي د وياند دادعاوو، چې څارنوالۍ د مومند د نيولو امر کړى، د اصف مومند ورور وايي، هغه پسې جلب ولې کور ته نه راته، په کابل کې ولې دا څو مياشتې نه نيول کېده چې اوس يې په هوايي ډګر کې ونيوه.

د بلخ امنيه قوماندان سيد کمال سادات نورو رسنيو ته ويلي، کله چې اصف مومند تېر ماښام هوايي ډګر ته ورسېد؛ نو د والي عطاء محمد نور لارښوونه دا وه چې ونيول شي.

بلخوا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال مراد علي مراد وايي، د مزار شريف هوايي ډګر کې د هغې پېښې د څېړلو لپاره يو څېړونکی پلاوی ټاکل شوی، چې د ولايتي شورا يو غړی اصف مومند په کې ونيول شو.

مراد بي بي سي ته وويلي، څېړونکی پلاوی د لويې څارنوالۍ، کورنيو چارو وزارت او عدلي او قضايي ارګانونو له غړو ټاکل شوی چې ژر به مزار شريف ته ولاړ شي.

د بلخ والي عطاء محمد نور په خپله فيسبوک پاڼه کې د مومند د نيول کېدو په اړه د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزی د "دسيسې په جوړولو" تورن کړي دي.

نوموړي ليکلي: "د ملي امنيت شورا محترم سلاکار (ښاغلی حنيف اتمر) او د ملي امنيت عمومي مشر (ښاغلی معصوم ستانکزی)، له دسيسو ډکو داسې پروژو طرحه کولو لاس واخلئ، چې له نسبي امنيت برخمن بلخ ولايت ارامه کوي".

خو د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند قادرشاه پژواک سره په خبرو کې د والي څرګندونې بې بنسټه بللې .

هغه زياته کړې: ((د ملي امنيت شورا دفتر د بلخ د والي دا څرګندونې کاملاً بې بنسټه بولي او وروستی نظر به د قانون ساتونکو بنسټونو له هر اړخيزه څېړنو وروسته په ډاګه کړي.))

علامت: 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement