خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو اسیایي سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو اسیایي سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه

Nov 17, 2017 - 15:53

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۶) : افغانستان د اسیا د۱۹ کلنولوبډلو په نیمه پای لوبه کې نیپال ته په سترې ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د اسیا د اتو لوبډلو په ګډون دا سیالۍ تېره اوونۍ په مالیزیا کې پیل شوې دي.

افغانستان په خپل ګروپ کې پاکستان او متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لاره موندلې وه.

د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې نن دلړم په ۲۶مه، په نیمه پای لوبه کې نیپال ته په سترې ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره وموندله.

دافغانستان لوبډلې پچه ګټلې وه او لومړی یې نیپال ته دتوپوهنې بلنه ورکړه، دنیپال لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شواى کړای  او ټوله لوبډله یې په ۱۰۳ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري مجیب ځدراڼ د نیپال ۶ لوبغاړي وسوځول.

 ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د نیپال له خوا ورکړل شوی هدف په ډېرې اسانۍ سره په ۲۱ اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې له خوا رسول ګربز ۷۱ منډې جوړې کړې، افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

پای لوبه به دافغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره کیږي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement