د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په پېښه کې د څلورو بريدګرو په ګډون ٩ تنه وژل شوي

د کندهار په پېښه کې د څلورو بريدګرو په ګډون ٩ تنه وژل شوي

Oct 31, 2011 - 07:11

کندهار ښار (پژواک ۹ لړم ۹۰): په کندهار ښارکې نن سهار پيل شوې نښته له پنځو ساعتونو وروسته د څلورو بريدکوونکو او څلورو افغان ساتوونکو په وژل کېدو پاى ته ورسېده.

يوې ډلې بريد کوونکو، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، نن (د لړم ٩مه) سهار په شاوخوا شپږو بجو يې د کندهار ښار د دويمې ناحيې اړوند د نوي ښار په سيمه کې د يوې موسسې پر ودانۍ بريد وکړ.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق له غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې يوه بريدکوونکي لومړۍ له چاودېدونکو توکو ډک خپل مازدا موټر ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ (يو ان اېچ سي ار) ودانۍ ترڅنګ چاودنه ورکړه.

د هغه په وينا، له دې چاودنې سره د ودانۍ يو دېوال ونړېد او درې نور بريد کوونکي، چې په وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، يادې ودانۍ ته ننوتل.

د امنيه قوماندان په وينا، دا چې په دې ودانۍ کې يو شمېر نيپالي ساتونکي هم مېشت وو، نو ځکه امنيتي ځواکونو په ډېر احتياط دغه جګړه ترسره کوله او تر پنځو ساعتونو وروسته يې درې واړه بريد کوونکي ووژل.

مل پاسوال عبدالرازق وايي، چې په دې نښته کې د يادې موسسې څلور تنه افغان ساتونکي، د ښار د شپږمې امنيتي حوزې امر ووژل شول او دوه ملکي وګړي ټپي شوي دي.

نوموړى وايي، چې له بريد کوونکو څخه درې ميله کلاشينکوفونه، ٣٠ شاجورونه او يو شمېر لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.

امنيه قوماندان هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې په دې جګړه درې نيپالي ساتونکي هم وژل شوي دي.

هغه وويل، چې نيپاليانو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو په ولسواليو کې د جګړې توان له لاسه ورکړى او اوس د بهرنيانو په لمسون د ځان فعاله ښودو په موخه، په ښار کې عمليات کوي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د کندهار په ننني بريد کې د پوليسو د افسر په ګډون ٢١ کورني او بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم په کندهار ښار کې د ولايتي بيارغونې ډلې پر ودانۍ ځانمرګي بريدونه وشول، خو يواځې په کې څو تنه ټپي شوي وو.

په دې پېښه کې هم څلور تنه بريدګر وژل شوي وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement