د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشرکرزى: د لندن ډېره مرسته دې پر بنسټيزو پروژو ولګول شي

دولت او سياست

ولسمشرکرزى

ولسمشرکرزى: د لندن ډېره مرسته دې پر بنسټيزو پروژو ولګول شي

Oct 31, 2013 - 10:34

کابل (پژواک ٩ تله ٩٢): برېتانيا به تر ٢٠١٧ کال پورې له افغانستان سره هر کال تر ٢٠٠ ميليونه ډالره ډېره مرسته کوي، خو ولسمشر کرزي ټينګار کړى ،چې د دې مرستو ډېره برخه دې پر بنسټيزو پروژو ولګول شي.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې د انګلستان د نړيوالې پراختيا له وزيرې مېرمن جستن ګرينينګ سره په ليدنه کې کړې دي.

د ولسمشرۍ رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې نن پژواک ته را رسېدلې راغلي، چې دا ليدنه تېره ورځ په لندن ښار کې ترسره شوه او دواړو لورو د خپلو هېوادونو تر منځ پر ژمنو او همکاريو ټينګار وکړ او په افغانستان کې يې د پراختيايي پروژو په اړه بحثونه او خبرې وکړې.

خبرپاڼه زياتوي، مېرمن ګرينينګ څرګنده کړه، چې هېواد به يې تر ٢٠١٧ کال پورې هر کال افغانستان ته له ٢٠٠ ميليونو زيات ډالر د مرستې په توګه ورکړي.

دې وويل: ‎((موږ تر ډېره د افغانستان له لومړيتوبونو سره د مرستې لېوالتيا لرو.))

په دې ليدنه کې دواړو لورو، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اقتصادي پروژو په اهميت هم خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي وويل، په هره اندازه چې سوله او ثبات په منطقه کې زيات شي، نو په همدې اندازه به د پراختيايي پروژو پلي کولو ته زياته زمينه هم مساعده وي.

د يوه بل خبر له مخې، ولسمشر کرزي تېره ورځ د برېتانيا له ملکې دويمې اليزابټ سره هم د باکينګهام په ماڼۍ کې هم ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې دواړو لورو په دوه اړخيزو اړيکو د سيمې او نړۍ پر وضعيت هم سره نظرونه شريک کړل. ولسمشر په تېره يوه لسيزه کې د انګليستان له مرستو هم مننه وکړه.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement