د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له بګرامه خوشى طالب قوماندان بېرته جګړې ته ولاړ

له بګرامه خوشى طالب قوماندان بېرته جګړې ته ولاړ

May 20, 2014 - 12:42

ميدانښار (پژواک ۳۰ غويى ۹۳): له بګرام زندانه خوشي شوي طالب قوماندان يو ځل بيا د جګړې لومړۍ ليکې ته د تلو اعلان کړى دى.

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی طالب قوماندان، مولوی امين الله څو ورځې مخکې له بګرام زندانه خوشى شوى و.

سرچينې زياتوي، چې نوموړى تېره شپه د ياد ولايت په نرخ ولسوالۍ کې له خپلو ملګرو سره په يوې پټې غونډه کې يو ځل بيا د جګړې لومړۍ ليکې ته د تلو او د افغان او نړيوالو ځواکونو پر ضد د جنګېدو اعلان وکړ.

د ميدان وردګو يوې باوري سرچينې د غويي په ۳۰ پژواک خبري اژانس ته وويل چې مولوي امين الله پخوا د نرخ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ولسوال په توګه ټاکل شوی و خو بيا د امنيتي ځواکونو له خوا تر نيولو وروسته په بګرام کې زنداني شو.

سرچينه زياتوي چې له بګرام زندانه تر خلاصېدو وروسته نوموړى تېره ورځ په داسې حال کې نرخ ولسوالۍ ته رسېدلى، چې د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو له خوا يې تود هرکلى وشو او په خوښۍ يې د سپکو او درنو وسلو ډزې هم وکړې.

ياده سرچينه وايي چې د وسله والو طالبانو ياد مشر دوه کاله وړاندې د اېتلافي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ونيول شو او د هغه څلور نور لوړ پوړي ملګري وژل شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوی نه پوهېږي چې نوموړی ولې د بګرام له بندخونې ازاد شوی دى.

سرچينه وايي، د وسله والو طالبانو دغه قوماندان تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په وړوکي شاه کابل سيمه کې په خپل کور کې له ګڼ شمېر نورو وسله والو طالبانو سره غونډه درلوده او يو ځل بيا يې د افغان دولت او نړيوالو پر وړاندې د جګړې پيلولو اعلان وکړ.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک اژانس ته د مولوي امين ا لله خوشې کېدنه تاييد کړه.

خو دا چې نوموړي تېره شپه غونډه کړې او د جګړې د بيا پيل اعلان يې کړى، خوږياڼي يې په اړه بې خبري وښوده.

د يادونې ده، د ولسمشر حامد کرزي په حکم د بګران زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو کمېسيون له خوا په تېرو څو مياشتو کې له ٦٠٠ ډېر بنديان له بګرام زندان خوشي شوي دي.

خو په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو د دغو بنديانو پر خوشي کېدو سختې نيوکې کړې او ويلي يې دي، چې دغو بنديانو د جرم او ترهګرۍ قوي دوسيې درلودې.

خو ياد کمېسيون ادعا کوي، چې هغوى بې ګناه ساتل شوي وو.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement