د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امنيتي پېښو کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

امنيتي پېښو کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Oct 30, 2014 - 15:12

کندهار-ميدانښار (پژواک ٨ لړم ٩٣): په کندهار او ميدان وردګو ولايتونو کې په ځينو امنيتي پېښو کې تر شلو ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې درې وسله وال مخالفين د خپل ماين چاودنې وژلي، بلخوا په همدې ولسوالۍ کې د ماين يوې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لړم په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درېيو وسله والو نن سهار شاوخوا اوه بجې د يادې ولسوالۍ په اخوندزاده کارېز سيمه کې د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کاوه چې پرې چاودلى او درې واړه يې وژلي دي.

دغه راز د همدې ولسوالۍ په رېګ سيمه کې د ماين چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

خپلواک وايي، د ماين چاودنه نن سهار نهه بجې د ملکي وګړو پر تراکتور شوې چې له خپل کوره کروندې ته پر لاره و.

دى وايي، تر پېښې وروسته ټپي وګړي د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوي دي.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې د نورو تر څنګ په ميوند ولسوالۍ کې وسله والو په لارو کې د ماينونو خښولو ته زور ورکړى چې ډېرى مهال يې په چاودنو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ملي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د ده په وينا، له همدې امله له تېرې څه مودې راهيسې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري چې په ترڅ کې يې لسګونه ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، پوليسو د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د کوتل مورچې په ساحه کې د سعد محمد په نوم د وسله والو يو قوماندان نيولى دى.

د کندهار د والي وياند وايي، دغه قوماندان په کندهار او هلمند کې د ٢٠ وسله والو مشري کوله او د دولت ضد کړنې يې ترسره کولې.

همدارنګه د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې دغه نښته تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ په يوسف خېلو او لوړه سيمو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د نښتې پر مهال توغول شوي دوه توغندي د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.

خوږياڼى وايي چې په دې پېښه کې دوه ښځې وژل شوې، دوه هلکان او څلور نجونې چې دوه يې کوچنۍ دي، ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، تر دې دمه معلومه نه ده چې ياده مرګ ژوبله د مخالفينو او که د امنيتي ځواکونو له خوا د توغول شوي توغندي د لګېدو له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي چې د دې پېښې د معلومولو په موخه ولايت مقام سيمې ته يو پلاوی استولی، څو د پېښې د رامنځته کېدو په اړه بشپړه څېړنه وکړي.

خو د سيداباد يوه اوسېدونکي هاشم پژواک ته وويل چې يوه مرمۍ د وسله والو او بله د ملي اردو له خوا توغول شوي وو چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند دا هم وويل چې په ياده نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement