د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميانو کې واورې ښويېدو څلور کسان مړه کړي

باميانو کې واورې ښويېدو څلور کسان مړه کړي

Feb 24, 2015 - 15:55

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٣): د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله د غېږې د يوه ماشوم په ګډون، څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

د باميانو امنيه قوماندان مل پاسوال خدايار قُدسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه طبيعي پېښه پرون شپه د يکاولنګ په جوى شنګ کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دغو څلورو کسانو کې مور او پلار، د هغو ١٤ کلنه لور او يو د غېږې ماشوم چې په خپل کور کې ويده وو، تر واورې لاندې شوي دي.

قُدسي زياته کړه چې دې پېښې مالي زيان هم رامنځته کړى دى.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل چې له طبيعې پېښو سره مبارزې ادارې د چمتووالي ټيم له خپلو مرستو سره يو ځاى يادې سيمې ته لېږل شوى، خو د سيمې د لرې والي او د مخابرې او ټيلېفون د نشتوالي له امله په دې اړه نور معلومات نه لري.

په روان ژمي کې دا په باميانو ولايت کې لومړنۍ واوره ښويېدنه بلل شوې ده.

خو درې شپې وړاندې د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله د دوو کورنيو ١٢ غړو ژوند له لاسه ورکړى او لسو کورونو ته په کې زيان رسېدلى دى.

په وروستيو دوو ورځو کې د سرپل ولايت  د بلخاب ولسوالۍ د کوتل په اوږدو کې د واورې ورېدو او توپان له امله يو ماشوم ژوند له لاسه ورکړى او همدارنګه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د يوه کور د ړنګېدو له امله يوه کس مړ شوى او څلور نور په کې ټپيان شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement