د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو طالبانو دانګام کې د مخابراتي شرکت يو انتن له منځه وړى

وسله والو طالبانو دانګام کې د مخابراتي شرکت يو انتن له منځه وړى

Jan 10, 2015 - 11:51

اسعداباد ( پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : وسله والو طالبانو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت يو انتن له منځه وړى او ساتونکى يې وژلى دى.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د مرغومي په ٢٠مه، پژواک خبري  اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دانګام ولسوالۍ د چوڼۍ په سيمه کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت پر يوه انتن بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې ياد انتن په بشپړه توګه له منځه تللى او يو ساتونکى يې وژلى دى.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي او افغان بيسيم شرکت په ياده سيمه کې له فعاليت څخه پاتې شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ومنله چې  ياد انتن باندې دوى بريد کړى او له منځه يې وړى دى.

هغه زياته کړه، چې دوى څو ځله د ياد شرکت مسوولينو ته ويلي و، چې فعاليت دې ودروي، ځکه چې حکومتي ځواکونو د عملياتو پر مهال له دې ټيلېفوني شبکې څخه د دوى پر ضد ګټه اخيسته.

د يادونې ده چې په دانګام ولسوالۍ کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې ددولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement