د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يوه افغان زده کوونکي د کرکټ نړيوال جام په اړه کمپيوټري ګيم جوړ کړى

يوه افغان زده کوونکي د کرکټ نړيوال جام په اړه کمپيوټري ګيم جوړ کړى

Feb 16, 2015 - 11:35

کابل ( پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣ ) : يوه پنځلس کلن افغان د کرکټ د نړيوال جام له پيل سره سم د کرکټ په زړه پورې کمپيوټري لوبه جوړه کړې چې د افغانستان لوبډله يې هم په کې شامله  کړې ده.

دغه پنځلس کلن افغان زده کوونکى نصرالله نيازى نومېږي، د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى، خو اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې مېشت دى.

د غزني ولايت د اندړو ناامنه ولسوالۍ د زرين د نيازيو کلي اوسېدونکي پنځلس کلن نصرالله نيازي له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې څرګنده کړه چې له ماشومتوبه يې د کرکټ له لوبې سره مينه لرله او په خپله سيمه کې به يې له نورو هلکانو سره د کرکټ لوبه کوله.

نوموړي زياته کړه، په ۲۰۱۱ ز کال کې چې کله دوبۍ ته راغلى نو ويې کتل چې دلته د کرکټ ګېمونه شته چې لويو نړيوالو شرکتونو جوړ کړي، خو د افغانستان لوبډله په کې نه ښکارېده.

 نيازى وايي: ((هماغه وو، له ځان سره مې پرېکړه وکړه چې داسې ګېم به جوړوم چې افغان لوبډله هم په کې لوبېدلې وي. ))

د نصرالله په وينا ، ده او بل ورور يې په وزګار وخت کې د دغې کمپيوټري لوبې په جوړېدو پيل وکړ.

نوموړي زياته کړه :((څنګه چې زموږ عمرونه کم و ، اړين وسايل مو نه لرل او بله دا چې مسلکي هم نه وو، ځکه نو د لوبې جوړښت رانه لږ ډير وخت واخيست.))

نصرالله نيازى چې اوسمهال د دوبۍ ښار  په يوه ځايي ښوونځي کې د اووم ټولګي زده کوونکى دى، وايي چې د لوبې له جوړولو وړاندې يې د افغانستان د لوبډلې لسګونه لوبې ، د هر لوبغاړي پروفايل يې وکوت  او د لوبې پر مهال يې د ټولو لوبغاړو حرکتونه وڅارل.

دى وايي : (( د لوبې پر مهال مو د لوبغاړو د خوښې او غوسې چلند ، نفسياتي کيفيتونه  او د هغوى څېرې مو خورا په ځير ځير وکتلې، او بيا مو د انيمېشن د ګڼو پروګرامونو له لارې هغه سره ونښلولې او متحرکې مو کړې او له پنځو مياشتو زحمت وروسته مو دا لوبه جوړه کړه.))

نوموړي زياته کړه چې تر ټولو سخت کار د لوبغاړو څېرې او د هغوى حرکات برابرول وو، ځکه له جوړولو وروسته به يې هغه له اصلي ويډيوګانو سره څو څو واره پرتله کول.

نصرالله نيازی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبډلمشر محمد نبي سره مينه لري او هغه  د لوبې په هره برخه کې ښه لوبېدونکى ( ال راونډر ) بولي.

دی وايي چې دی او بل ورور يې عصمت الله نيازی دواړه له کمپيوټر ساينس او په تېره له سافټ وېير انجينېرنګ سره مينه لري او غواړي په دې برخه کې لوړې زده کړې وکړي.

د نصر الله ورور ، عصمت الله نيازی سږ کال د (دوبۍ په اسلاميه هائير سکول او کالج ) کې په ټول  ښوونځي کې درېيم نومره شوى دى.

نصرالله نيازی له افغان دولت څخه هيله لري چې دوى ته د کار خوندي چاپيريال برابر کړي تر څو دوى وکولای شي په ډاډه زړه د کمپيوټر ساينس په برخه کې خپلې څېړنې او کارونه ترسره کړي.

د  نصرالله نيازي  تره حاجي عبدالفتاح نيازي پژواک اژانس ته وويل  چې په اندړو کې له ډېره وخته ښوونځي بند و  او دوى د خپلو ماشومانو راتلونکي ته په اندېښنه کې و ، همدا لامل وو چې له خپلو اولادونو سره دوبۍ ته راغلل او ورېرونه يې په کم وخت کې د زده کړو او کمپيوټر په برخه کې ښه وځليدل.

نصرالله نيازى زياتوي چې ددې ګېم په جوړولو کې چا ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې  ، ده او ورور په خپل زيار جوړ کړى دى.

نيازي  په خپل پيغام کې څرګنده کړې ، خپل د ماشومتوب هغه ملګري چې ګڼ شمېر يې د جګړې له امله له زده کړو پاتې دي سخت ياديږي او دی غواړي چې هغوى ټول زده کړې وکړي او د هېواد لپاره سترې لاسته راوړنې ولري.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement