د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يوه ځوان موټرسايکل جوړ کړى

يوه ځوان موټرسايکل جوړ کړى

Dec 24, 2014 - 20:36

کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٣): يوه افغان ځوان په لاس کې له شتو امکاناتو څخه په ګټې يو درې ټايره موټرسايکل جوړ کړى، چې د لمر او برېښنا د انرژۍ پر مټ حرکت کوي او په بېړنيو حالات کې د پايډل په وسيلې هم حرکت کولى شي.

دغه دېرش کلن ځوان مصطفى محمد نومېږي او د پروان ولايت د ګلبهار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى. نوموړى چې په ١٣٨٤ لمريز کال د کابل له غلام حيدر خان ليسې فارغ شوى، وايي: "خرادي، زما د پلار کسب دى او له ديارلس کلنۍ راهيسې له پلار او وروڼو سره په ورکشاپ کې کار کوم."

نوموړى چې د فابيرګلاس "د پلاسټيک د اوبو کولو) په برخه کې هم کار کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد موټرسايکل د سولر له پنځو تختو او پنځو بټريو څخه په ګټې حرکت کوي او موټور يې ٦٠ ولټ امپير دى.

د دغه افغان ځوان په لاس جوړ شوى موټرسايکل، چې په ډېر ښکلي او بيضوي شکل ډيزاين شوى؛ شټرنګ يې د موټر سايکلونو په څېر دى. له تورو ليکو سره يو ځاى ژېړ رنګ لري، چې له موټرچلوونکي پرته يو بل کس هم لېږدولى شي.

محمدي يادونه وکړه، چې دغه موټرسايکل يې په خلاص وخت کې د يوه نيمې مياشت په ترڅ کې له کارول شويو پروفيل، فلم او د ګلاس له فايبر څخه په ګټې د نوي زره افغانيو په لګښت جوړ کړى او دوه ورځې وړاندې حرکت ته چمتو شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغه موټرسايکل پنځه بټرۍ، په ټوله کې د ٢٠٠ کيلومټرو لپاره بسنه کوي او هغه بټرۍ چې په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوې، چارچ کېږي.

نوموړى چې واده يې هم کړى او دوه بچيان لري، وايي: "پخوا له دې امله چې زوى مې ډېر ناارامه و، يو ګاز مې جوړ کړى، چې د برېښنا له انرژۍ څخه په ګټې حرکت کوي."

محمود د اقتصادي ستونزو له امله لوړو زده کړو ته دوام نه دى ورکړى، خو وايي، که چېرې هغه ته د لوړو زده کړو زمينه برابره شي، نو د خپل موټرسايکل طرحه به د سوداګرو او ملي پانګه والو په واک کې ورکړي، څو له دغه موټرسايکل څخه په ګټې د دا ډول موټرسايکلو په توليد لاس پورې کړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې دغه طرحه يې د يوه ملي سوداګر په غوښتنه چمتو کړې، خو د هغه نوم نه اخلي.

هغه وويل، چې د دا ډول موټرسايکلونو په توليد سره به د هوا چټلي په ځانګړي ډول په کابل کې چې هوا يې ډېره ککړه ده، د هوا له ککړتيا مخنيوى وشي؛ ځکه په دغو موټرسايکلونو کې له تېلو او ګاز ګټه نه اخيستل کېږي.

همدارنګه هغه زياته کړه، چې د نوموړي په لاس جوړ شوى موټرسايکل ډېر اقتصادي هم دى.

هغه زياته کړه، له دولته غواړي چې په ښار کې د هغه د موټرسايکل د تګ راتګ مخه ونه نيسي.

هغه زياته کړه: "کله مې چې دوه ورځې وړاندې دغه موټرسايکل له ورکشاپ څخه کور ته راوست، نو پوليسو او ټرافيکو بيا بيا راته مزاحمت وکړ او د اخيستو کاغذونه را نه غوښتل، څو ملګرو ته مې زنګ وواهه او له هغه وروسته يې پرېښودم."

نوموړي زياته کړه، چې په ذهن کې نورې طرحې هم لري، چې عملي کېدل يې امکاناتو ته اړتيا لري او د امکاناتو د تر لاسه کولو پر مهال به د دغو طرحو پر عملي کولو هم کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم يو شمېر افغان ځوانانو موټرسايکلونه، بې پيلوټه الوتکې او هليکوپټرې او نور وسايل جوړ کړي، خو دغو بااستعدادو زده کوونکو ته کوم ځانګړى پام نه دى شوى.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement