د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پژواک د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشين بازار ته وړاندې کړ

پژواک د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشين بازار ته وړاندې کړ

Mar 01, 2015 - 12:03

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٣): د يوې نوې پرمختيا له مخې، پژواک خبري اژانس د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشين (Mobile App) بازار ته وړاندې کړ چې د ټيلېفون پر Android او IOS عملياتي پروګرامونو کې ورته لاسرسى کېداى شي.

د ګرځنده ټيلېفون نوموړی اپلېکېشن په سمارټ فون کې د کارونې وړ دی.

د پژواک په نوم د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشن د خبرونو يو اپلېکېشن دی او د دې لپاره چمتو شوی تر څو د ګرځنده ټيلېفون کاروونکي وکولای شي د خپل ټيلېفون له لارې د پژواک وروستيو خبرونو، راپورونو، فيچرونو، مرکو، انځورونو او ويډيوګانو ته لاسرسی ومومي.

په خپلو ټيلېفونونو کې د دغه اپلېکېشن کارولو له مخې، تاسو کولای شئ د پژواک خبري اژانس پر ويبپاڼه معلومات په وړيا توګه وګورئ. که غواړئ له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړئ، د دې لپاره په خپلو ټيلېفونونو کې د کمپيوټر يوه پروګرام ته اړتيا لرئ.

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل د دې نوې پرمختيا په اړه وويل: " تر ٢٠ ميليونه ډېر افغانان ګرځنده ټيلېفون ته لاسرسی لري، موږ غواړو د دې ټکنالوجۍ په مرسته دوی ته د پژواک خبرونه ورسوو او د افغانستان د پرمختګ د بهير په اړه يې ګام په ګام خبر کړو."

د ګرځنده ټيلېفون دغه اپلېکېشن د ګوګل پلې (Google Play Store) په پروګرام کې د(Android) او (IOS) په عملياتي سيستمونو کې د لاسرسي او ډانلوډ وړ دی.

د يادونې ده چې ډانلوډ او د پژواک خبرونه کتل وړيا دي.

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او خپلو غوښتنو ته ورسېږي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د پژواک په نوم د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشن او د پژواک ويبپاڼې اړوند نوره منځپانګه د پژواک خبري اژانس محصولات او ملکيت دي. پژواک په اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او امنيتي څانګو کې د هېواد په کچه خبرونه او تحليلونه چمتو کوي او په دغه کار يې رسنۍ د دې جوګه کړې چې له خلکو سره د پېښو په اړه کره، دقيق او بې پرې معلومات شريک کړي.

پژواک خپلو ګډونوالو ته په ليکلي، تصويري، غږيز او ويډيويي بڼه تازه خبرونه، فيچرونه، تحليلونه او مرکې وړاندې کوي.

پژواک خبري اژانس په افغانستان کې يوه خپلواکه، باوري او تر ټولو لويه رسنۍ ده، پر مرکزي دفتر سربېره چې په کابل کې دى، اته سيمه ييز دفترونه او د هېواد په ټولو ولايتونو کې خبريالان لري. په دې سره يې يوه پراخه خبري شبکه رامنځ ته کړې چې په دريو ژبو (پښتو، دري، انګليسي) خبرونه، فيچرونه، تحليلي راپورونه او مرکې خپروي. دغه راز نړيوالو خبري اژانسونو، ټلوېزيونونو او راډيوګانو ته غږيز او ويډيويي کليپونه هم چمتو کوي.

تاسو کولای شئ، په ای فون او اندرويد موبايلونو کې د پژواک خبرونه د ای تون او ګوګل پلې په پلورنځيو کې ډانلوډ کړئ او د پژواک خبرونه د GPRS او G3 او يا کله چې له WIFI سره وصل ياست نوی کړئ. د اپلېکېشن په اړه د نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: 
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.ionicframework.pajh976149

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement