د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ميدان وردګو کې د ١٢ مسافرو د وژلو په تور ١٤ تنه نيول شوي

ميدان وردګو کې د ١٢ مسافرو د وژلو په تور ١٤ تنه نيول شوي

Mar 31, 2015 - 10:59

ميدان ښار ( پژواک ۱۱ ورى ۹۳) : د ميدان وردګو ولايت چارواکی وايي چې د ١٢ مسافرو د وژلو په تور يې ١٤ تنه نيولي دي.

 د روان لمريز کال د وري په دويمه نېټه د شپې په نږدې دوولس بجو وسله والو د ملکي وګړو پر موټرو ډزې وکړې،چې له امله يې ۱۲ تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

د ميدان ودرګو ولايت امنيه قوماندان خليل اندرابي د وري په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه يې د سيداباد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د يادو کسانو د نيولو په موخه عمليات ترسره کړي .

ده زياته کړه، د وري په دويمه په سيداباد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو وژنه د ملا شېرمحمد جنګجايي له خوا طرحه شوې وه،چې د تېرې شپې په عملياتو کې د نوموړي د زوی په ګډون ۱۴ تنه وسله وال نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، له نيول شويو کسانو څخه اووه تنه په جرم کې ښکېل پېژندل شوي،چې دا مهال ترې څېړنې روانې دي .

امنيه قوماندان د ملا شېرمحمد جنګجايي د اړوند ډلې په اړه څه ونه ويل خو د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې نوموړی پخوا په  حقاني ډلې پورې اړوند و .

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو هم پر ياده پېښه خواشيني ښودلې وه او ادعا يې کړې وه،چې دوى په کې لاس نه لري.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement