د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فراه په څلورو ولسواليو کې د ګرځنده ټېلېفونونو اسانتياوې نشته

د فراه په څلورو ولسواليو کې د ګرځنده ټېلېفونونو اسانتياوې نشته

Apr 15, 2015 - 15:18

فراه(پژواک، ٢٦ وری۹۴):د فراه د بکواه، پرچمن، ګلستان او خاکسفید ولسوالیو خلک شکايت کوي چې په دې ولسواليو کې د "افغان ټېلې کام" له محدودو ټېلېفوني اسانتياوو پرته، مخابراتي اسانتياوې نشته.

په افغانستان کې د "افغان ټېلې کام" او "سلام" د دولتی مخابراتی شرکتونو تر څنګ، د "افغان بېسيم، روشن، اتصالاتو، او ام ټي ان" خصوصي مخابراتي کمپنۍ فعاليت لري.

په يادو څلورو ولسواليو کې يواځې د افغان ټېلې کام شرکت يو شمېر خلکو ته د ټېلېفوني عامه چوپړ (PCO) اسانتياوې برابرې کړي چې له لارې يې خلک يوه دقيقه مکالمه د ١٥ افغانيو په بدل کې تر سره کوي.  

د فراه د ولايتي شورا پخواني غړي او د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحمید حمید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولسوالي ٣٢٠ کلي او شاوخوا سل زره نفوس لري؛ خو تر اوسه هلته د افغان ټېلې کام له محدود فعاليت پرته اړينې مخابراتي اسانتياوې نشته.

ده وویل: "په تېره لسیزه کې مو سل ځله د فراه د مخابراتو ریاست ته د پرچمن د خلکو غوښتنه وړاندې کړې او ترې غوښتي مو دي چې هلته عمومی مخابرتی شبکې فعالې کړي، خو تر اوسه يې اقدام نه دی کړی."

حميد وايي چې اړوندې ادارې دې د دغې ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه چې پرچمن د فراه د مرکز شمال ته ٣٢٠ کيلومتره لرې پرته او غرنيزه ولسوالي ده او خلک يې د مخابراتي اسانتياوو د نشتوالي له اړخه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولسوالی یو قومي مشر محمد سرور هم ورته څرګندونې کوي او وايي:"د هرو څو کلیو په منځ کې د افغان ټیلې کام يوه "پي سي او" فعاله ده، خو د پرچمن د اکثريت خلکو اقتصاد ښه نه دى او د يوې دقيقې مکالمې په بدل کې ١٥ افغانۍ نه شي ورکولاى.

دی وایی:"د ځینو سیمو خلک حتی افغان ټیلې کام ته هم لاسرسی نه لري او کله چې ورته ډېر ضرور کار پيدا شي، د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ته ځي تر څو اړیکه ټینګه کړی."

د هغه په وينا، د مخابراتي اسانتياوو د نه شتون له امله د دې ولسوالۍ خلک له ولایتي چارواکو سره اړيکه نه شي نيولاى ترڅو د خپلې سيمې ستونزې ورسره شريکې کړي.

د بکواه ولسوال محمد اسماعیل وايي چې د بکواه خلک هم ورته ستونزه لري.

هغه وویل:"بکواه یوه ډېره پراخه سیمه ده، ۳۶۵ کلي او سلګونه زره نفوس لري، خو یواځې څو محدودو سیمو کې د افغان ټیلې کام "پي سي او" د ځينو خلکو له خوا فعالې شوي، خو له هغو څخه هم ټول خلک ګټه نه شي پورته کولاى ځکه چې بيه يې لوړه ده."

محمد اسماعیل وایي چې څو ځله يې له ولايتي چارواکو غوښتي چې هلته مخابراتي اسانتياوې برابرې کړي، خو تر اوسه دا کار نه دى شوى.

ځينې چارواکي امنيتي ستونزې په يادو ولسواليو کې د مخابراتي کمپنيو د فعاليت د نه پيل لامل بولي، خو محمد اسماعیل وایي:"که دولت وغواړي چې په بکواه کې مخابراتي شبکې فعالې کړي؛ زه د امنیت تضمین ورته ورکوم."

د دې ولسوالۍ د خواجه حسن کلي اوسېدونکی وايي چې د دوى په کلي کې ټېلېفوني اسانتياوې نشته او د اړتيا په وخت کې شل کيلومتره واټن وهي تر څو ټېلېفوني اسانتياوو ته لاسرسى پيدا کړي.

دى هم هلته د مخابراتي اسانتياوو د برابرولو غوښتنه کوي او له چارواکو غواړي چې د دې ستونزې لرې کولو ته پاملرنه وکړي.

په ګلستان ولسوالۍ کې هم ورته ستونزې شتون لري.

د ګلستان قومي مشر امیرجان اغا وايي، د فراه د مرکز ختیځ ته ٢١٩ کیلومتره لرې پرته دغه غرنيزه ولسوالي ٢٤٠ کلي لري، خو هلته د افغان ټېلې کام له محدود فعاليت پرته نورې ټېلېفوني اسانتياوې نشته.

امیرجان وویل:"دا د دې ولسوالۍ پر ولس د دولت له خوا لوی ظلم دی؛ له یوې خوا مخابراتي امکانات نشته، له بلې خوا څو میاشتې کېږي چې د ولسوالۍ لارې طالبانو بندې کړي، خلک اوس په یوه زندان کې اوسيږي او خوراکي توکي هم په ستونزو ورته رسیږی."

 په خاکسفېد کې مو له چا سره اړيکه ټينګه نه شوه، خو د فراه د مخابراتو او ټکنالوجۍ رییس جمال الدین پاچاخېل وايي پر يادو درېيو ولسواليو سربېره د دې ولايت په خاکسفيد ولسوالۍ کې هم ورته ستونزه شته ده.

دى وايي چې په يادو څلورو ولسواليو کې د افغان ټېلې کام له ١٥٥ د ټېلېفوني اړيکو د عامه چوپړ له مرکزونو پرته نورې مخابراتي اسانتياوې نشته، خو زياتوي چې د بکوا او خاکسفېد ولسواليو په ځينو سرحدي سيمو کې د خصوصي کمپنيو ګرځنده ټېلېفونونه کار کوي.

هغه زياتوي:" موږ څو ځلې شرکتونو ته وړاندېز کړی خو دوی د امنیت د خرابوالي له امله جرئت نه کوي چې په دې سیمو کې خپلی ستنې نصب کړي."

دى د بېلګې په توګه وايي چې په تېرو څو کلونو کې په پرچمن ولسوالۍ کې د مخابراتي اسانتياوو د برابرولو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوې، خو ګټونکى شرکت د دې پروژې پلي کولو ته نه دى چمتو شوى.

هغه زیاته کړه: "تېر کال زموږ د وړانديز له امله په کابل کې د پرچمن او ګلستان لپاره افغان ټلیکام، د خاکسفید لپاره روشن او افغان بیسیم او د بکواه لپاره روشن کمپنیو ګټونکې شوې، خو دوی تر اوسه په يادو سيمو کې کار نه دى پيل کړى او کله چې ترې وپوښتل شي، بیا وایی چې سیمه کې امنیت نشته، موږ دا کار نه شو کولای."

پاچاخېل وايي، که ګټونکى شرکت په شپږو مياشتو کې کار بشپړ نه کړي، نو د اصولو له مخې يې تړون فسخه کېږي.

هغه وويل چې له همدې امله دوى د يادو شرکتونو اسناد د مخابراتو وزارت ته ولېږل تر څو له هغوى سره شوي ياد تړونونه لغوه او له سره داوطلبي وشي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement