د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سون توکو بيې لوړې او د روسي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده

د سون توکو بيې لوړې او د روسي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده

Apr 23, 2015 - 17:17

کابل (پژواک ٣ غويى ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سون توکو بيه لوړه شوې، خو د روسي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېټر پټرول تېلو بيه له ٤٠  افغانيو ٤١ افغانيو او د يوه لېټر ډېزل تېلو بيه له ٤٢ افغانيو ٤٣ افغانيو ته لوړه شوې ده.

دغه راز د تايمني د پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه کيلو ګاز بيه له ٣٥ افغانيو ٤٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د خوراکي توکو له ډلې يواځې د اوړو په بيه کې يو څه بدلون راغلى دى.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يواځې د پنځوس کيلوګرامه پاکستاني اوړو بيه له ١٢٣٠ افغانۍ ١٢٢٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

سرچينې زياته کړه، کابل ښار ته د اوړو ډېر توريد د بيو د راټيټېدو لامل شوي دي.

خو هغه وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٢٤ کيلوګرامه عمده لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجو بيه ١٥٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٥٥٠ افغانۍ، ١٦ لېټره شايسته غوړي ٩٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چاى په ١٨٠ افغانيو پلورل کېږي.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه هټۍ وال خانعلي وويل، چې د ٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ نوې لومړۍ درجه سيله وريجو پرچون بيه ١٨٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه ١٣٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٧٥٠ افغانۍ، ١٦ لېټره شايسته غوړي ١٠٥٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٥٠ افغانۍ او يو کيلو شين چاى هم په ٢٥٠ افغانيو پلورل کېږي.

د روسي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد پژواک ته وويل، چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د ٥٨٥ عيار روسي سرو زرو بيه له ١٦٠٠ افغانيو ١٥٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

خو هغه وويل چې د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو بيه د تېرې پنجشنبې په څېر په ٢٠٠٠ افغانۍ ده.

د کابل د شهزاده سراى يوه صراف حاجي رحيم د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٩١ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦٥ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٩٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦٢ افغانۍ و.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement