د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د باميانو خلکو د"سارک" جشن په غوره ترسره کېدو کې ونډه اخيستې

د باميانو خلکو د"سارک" جشن په غوره ترسره کېدو کې ونډه اخيستې

Jun 03, 2015 - 14:48

باميان (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): د سو ېلي اسيا د همکاريو سازمان (سارک) جشن د ترسره کېدو د هرکلي پر وياړ د باميانو د نړيوال هوايي ډګر نږدې سړکونه پر شاوخوا ١٨٠زره امريکايي ډالر پاخه شوي او د ښار په ځانګړې طرحه او ډيزاين ښکلى شوى دى.

تېر کال د سارک پلاوي د باميانو تاريخي ابدو او لرغونو سيمو ته په پام سره، دغه ولايت د سارک د فرهنګي سازمان د پلازمېنې په توګه وټاکه.

ځايي چارواکو اعلان کړى چې د فرهنګي پلازمېنې جشن به د روان کال د غبرګولي په ١٥مه د افغانانو د فرهنګي او تاريخ عظمت د ښودلو لپاره په پوره پرتم سره ونمانځي.

د جشن لپاره د تياريو په موخه د باميانو ښار د هټيو پر وړاندې غځېدلې پلې لارې د هټيوالو له خوا په فلزي پوښونو او ځانګړي ډيزاين او طرحې سره رنګ او ښکلې شوې دي.

د "باميان ګلوبل" شرکت مشر محمد امين امين د سارک فرهنګي جشن ترسره کېدل مهم بولي او وايي چې د هوايي ډګر نږدې سړک چې نوى ښار او دولتي ادارې له زاړه شار سره نښلوي، د فرهنګي پلازمېنې پر وړاندې د بازاريانو له خوا پوخ شوى دى.

امين پژواکو خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک ٣٨٠ متره اوږدوالى او اووه متره پلنوالى لري چې پخوا خاورين  او ګردجن و او د موټرو د تېرېدو پر مهال د خلکو د ځور سبب کېده، اوس د دغه شرکت د شخصي بوديجي له لارې پر نړيوال معيار قير شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د سارک د مېلمنو هرکلى زموږ ټولو مسووليت دى، د همدې موخې لپاره موږ ٢٤ شخصي شرکتونو تصميم نيولى چې د مېلمنو په هرکلي او جشن ترسره کولو کې ونډه واخلو.))

امين زياته کړه، د سارک هېوادونو څخه يې تمه دا ده چې لږ تر لږه د باميانو د برېښنا ستونزې او خاورينو سړکونو ته پاملرنه وکړي او د باميانو څېره له کلي پر ښار بدله کړي.

په دغه جشن کې د دولتي چارواکو او سارک غړو د ويناوو تر څنګ، فرهنګي پروګرامونه،  د بېلابېلو ولايتونو د لاسي صنايعو او کرنيزو توليداتو بېلکې نندارې ته اېښودل کېږي چې موخه يې د هر ولايت د صنايعو او محصولاتو ور پېژندنه ده.

د دې تر څنګ د باميانو ښځو، د ګرځندويانو، ورزشکارانواو هنرمندانو ټولنې هم د جشن په تر سره کېدو او مېلمنو په هر کلي کې خپل چمتو والى نيولى دى.

ددې ولايت يوې ښځينه فعالې زهرا حسيني وويل: ((موږ لاسي صنايع، د نجونو او هلکانو دوديزې جامې  او مېلمنو څخه د هر کلي تشريفاتي ډلې جوړې کړې، ټول هغه محلي محصولات مو چمتو کړي چې د ګرځندويانو د جذب سبب شي.))

د باميان د ګرځندويانو د ټولنې مشر محمد عارف رضايي هم وايي چې بنسټ يې د جشن د پرتمين والي او ګرځندويانو د جلب لپاره چمتو والى نيولى او نږدې ١٢ کسه يې د بهرنيو ګرځندويانو د لار ښوونې لپاره چمتو کړي دي چې هم له بېلابېلو ژبو سره اشنايي لري او د باميانو ښکلي منظره ځايونه او د سيل سيمې ورته معلومې دي.

په باميان بازار کې هم له تېرو دوو ورځو راهيسې د مېلمنود ښه راغلاست لپاره ځينې بدلونونه تر سترګو کېږي.دروازې او د هټيو لوحې د پام اړولو لپاره رنګ شوې او د سيلانيانود لېوالتيا وړ څيزونه زيات تر سترګو کېږي.

ددې تر څنګ سړکونه پر بيرغونو او ملي بيراغونو ښکلي شوي، خلک د ښار په پاکونې کې ونډه اخلي او هر څوک هڅه کوي چې د سارک جشن لپاره يو کار تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي حکومت او ځينو وزارتونو ژمنه کړې وه چې له سارک جشن نه وړاندې، يې ځينې مقدماتي فعاليتونه تر سره کړي، که څه هم ددې جشن  پرانېستې ته دوې ورځې پاتې دي، خو هېڅ کومه داسې پروژه لکه د بودا مجسمو د مخامخ سړک قير کول چې له جشن وړاندې بايد شوې وى، نه ده عملي شوې.

د مشرانو جرګې يو پلاوى چې اوس اوس د باميانو له سفر کابل ته را ستون شوى، وايي چې د سارک فرهنګي پلازمينې جشن د ترسره کولو لپاره په باميانو کې هېڅ کار هم نه دى شوى.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي دي چې په دې جشن کې به نړيوال پرتمين محفل ترسره شي ،چې د ټولو اسيايي هېوادونو استازي، د سارک غړي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه، د ملګرو ملتونو استازى ،يونسکو(( دملګرو ملتونو فرهنګي سازمان)) او نور نړيوال بنسټونه شتون ولري.

د سويلي اسيا د همکاريو سازمان چې د سارک په نامه يادېږي، په ١٩٨٥ لمريز کال کې د سويلي اسيا د خلکود سوکالۍ په موخه د همکاريو د کچې لوړولو  او ژوند د څرنګوالي ښه کولو په موخه جوړ شو.

په دغه سازمان کې هند، پاکستان، بنګلديش، سريلانکا، يونان، مالديف، نيپال او افغانستان غړيتوب لري او افغانستان په ٢٠٠٧ کال کې ددې سازمان غړيتوب تر لاسه کړى دى.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement