د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په دايکنډي کې ترافيکي پېښه د اتو کسانو د مړينې سبب شوه

پېښې

ارشيف

په دايکنډي کې ترافيکي پېښه د اتو کسانو د مړينې سبب شوه

Jun 03, 2015 - 16:44

نيلي، باميان (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه او ١٤ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه هغه مهال رامنځته شوه چې د ميرامور ولسوالۍ په پلاس سيمه کې يو فلاينکوچ موټر له سړکه ووت او چپه شو.

د دايکنډي د عامې روغتيا يوه چارواکي سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د دوو نارينه او شپږو نجونو په ګډون اته تنه مړه شوي. د مړو شوو نجونو عمرونو له ٩ تر ١٣ کلونو پوري دي.

د دايکنډي يوه مدني فعال محمد علي وويل: ((فلاينکوچ موټر له لاله عموم کلي څخه د ښوونځي زده کوونکي په جومات کې د شعييانو د مذهبي مراسمو د ګډون لپاره ، خو موټر يې د بې احتياطۍ او سړک د خراب والي په سبب واوښت.))

حسيني زياته کړه چې په دې بوږنوونکې پېښه کې ١٣ ماشومان او يو نارينه ژوبل شوي چې د اکثرو روغتيايي وضعيت نازک دى او د زياتې درملنې په موخه غزني ته لېږدول شوي دي.

دايکنډي د هېواد له مرکزي او سختو لارو له لرونکو ولايتونو څخه دى چې ټول سړکونه يې خام دي. په روان کال کې په دې ولايت کې په درېيو ترافيکي پېښو کې ١٦ تنه له منځه تللي او ٢٠ نور ژوبل شوي دي.

يوه مياشت وړاندې هم په شهرستان ولسوالۍ کې د پوليسو يو رينجر موټر لاندې درې ته ولوېد چې له امله يې درې پوليس له منځه ولاړل او دوه نور ژوبل شول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement