د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"شاه فولادي" غره په هېواد کې د لومړۍ خوندي ساحې مقام خپل کړ

"شاه فولادي" غره په هېواد کې د لومړۍ خوندي ساحې مقام خپل کړ

Jun 06, 2015 - 16:13

باميان (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٤): د چاپېريال ساتنې عمومي ادارې د بابا غرونو په لړۍ کې د"شاه فولادي" ساحه په افغانستان کې د لومړنۍ خوندي سيمې په توګه اعلان کړه.

د چاپېريال ساتنې د عمومي ادارې مشر مصطفى ظاهر د باميانو په بند امير کې د سوېلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان (سارک) د دويمې ورځې په ناسته کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاه فولادي ساحه د دې ادارې د مسووليت  او وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، د لومړنۍ خوندې ساحې په توګه غوره شوې ده.

شاه فولادي د بابا غره له لوړې څوکې شمېرل کېږي چې د بحر له سطحې ٥١٤٠ متره ارتفاع لري.

د دغه غره په لوړو کې د اوبو څلور طبيعي حوزونه د لس متره په ژور والي، ٢٠ مترو په پلنوالي او د ١٢ تر ١٥ جريبو وسعت لري، شته، چې د هر ليدونکي پام ځان ته ور اړوي.

په بابا غرونو کې د پړانګ، لېوه او غرڅې په څېر وحشي څاروي ډېر کم ليدل شوي. همدارنګه ځيني مرغان لکه ښکاري باز او زرکان په کې ژوند کوي.

د چاپېريال ساتنې عمومي ادارې مشر وويل، دوى په پام کې لري چې څه باندې ٨٠٠ ساحې چې ښکلې او زړه را ښکونکې منظرې لري، د هېواد په کچه د خوندي ساحو په توګه اعلان کړي، خو د دغو ساحو په ځينو برخو کې امنيتي ستونزې شته دي.

هغه د دغو ساحو نومونه ياد نه کړل او زياته يې کړه چې د شاه فولادي ساحې ته دا مقام د سارک فرهنګي پلازمېنې د نومولو پر وياړ ورکړل شوى دى.

د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکي وايي چې ساتل شوې ساحې تر ټولو زيات ځايي خلکو ته ګټه لري او د ګرځندوى عوايد ورسره لوړېږي.

د هغوى په خبره، کله چې يوه ساحه د ساتل شوې ساحې په نوم اعلانېږي، يو شمېر محدوديتونه هم پرې لګول کېږي چې له دې ډلې د ښکار، د خس او خاشاک د راټولولو او خاورې له وروستوالي څخه ممانعت دى، د بابا غرونه هم په دې محدوديتونو کې شامل دي.

د ويلو ده چې په بند امير کې د سارک سازمان د دويمې ورځې ناسته کې د دولتي چارواکو، سارک غړو او د هېواد د بېلابېلو سيمو څخه شاوخوا دوه زره خلکو ګډون کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement