د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان بانک د سپين بولدک له څانګې څخه غلا شوې پيسې بېرته دولت ته وسپارل شوې

د افغانستان بانک د سپين بولدک له څانګې څخه غلا شوې پيسې بېرته دولت ته وسپارل شوې

Jun 28, 2015 - 19:38

کندهار (پژواک ٧ چنګاښ ٩٤): د افغانستان بانک د سپين بولدک د څانګې مدير هغه ٧٦ ميليونه افغانۍ بېرته د دولت خزانې ته وسپارلې، چې موده مخکې يې له دې بانک څخه غلا کړې وې او له خپلې کورنۍ سره يو ځاى يې پاکستان ته وړې وې.

د افغانستان بانک د سپين بولدک څانګې مدير سيد احمد اغا، دغه پيسې تېر کال د سلواغې په ٢٨مه، له بانک څخه تښتولې وې او وروسته پاکستان ته تللى و.

له ډېرو هلو ځو وروسته، نوموړي نن د چنګاښ په ٧مه، وړل شوي ٧٦ ميليونه افغانۍ بېرته د افغانستان خزانې ته وسپارلې.

سيد احمد اغا پر خپل جرم اعتراف وکړ او ويې ويل، له بانک څخه يې پيسې د دې لپاره وړې وې چې د فساد مخنيوى وکړي.

هغه وويل، د کندهار له امنيه قومندان جنرال رازق سره تر اړيکو نيولو وروسته، کندهار ته راغى او وړل شوې ټولې پيسې يې نن بېرته دولت ته وسپارلې.

نوموړي د ځان او هغو کسانو په اړه د عدالت د پلي کېدو غوښتنه وکړه، چې د ده د غلا په تور نيول شوي او دا مهال په زندان کې دي.

خو ده دا هم وويل، چې په نيول شوو کې يو شمېر بې ګناه هم دي، چې هغه ورڅخه بخښنه غواړي.

د وړلو شوو پيسو په اړه له تېرو څو مياشتو راهيسې د پوليسو څېړنې روانې وې.

په دې اړه د کندهار د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مل پاسوال عبدالرحيم علي خېل وايي، تورن کس په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستون شوى او وړل شوې ټولې پيسې يې وسپارلې.

هغه زياته کړه، که څه هم د افغانستان بانک د سپين بولدک د څانګې مدير سيد احمد اغا وايي، چې دغه پيسې يې په اداره کې د فساد او ځينو ستونزو له امله وړې وې، خو په دې اړه د هغوى پلټنې لا هم روانې دي.

د نوموړي په وينا، له موضوع سره په تړاو يې ٧ تنه نيولي وو او زندان ته لېږلي وو.

د افغانستان بانک د سوېلي زون خزانه دار نور محمد هم خبريالانو ته وويل، چې د سپين بولدک له څانګې څخه وړل شوې ټولې پيسې بېرته هغوى ته سپارل شوې دي.

د يادونې ده، چې له پېښې سره په تړاو نه يواځې اووه تنه نيول شوي وو، بلکې د افغانستان بانک د سوېلي زون د رييس دنده هم ځنډېدلې وه.

چارواکي وايي، اوس چې اصلي تورن بېرته راغلى او پيسې يې سپارلې، د دې دوسيې د څېړلو کار يې اسانه کړى دى.

څو مياشتې وړاندې د افغانستان بانک د سپين بولدک له څانګې څخه د پيسو تښتوونکي د يوې وېبپاڼې له لارې يو ليک خپور کړى و او ويلي يې و، چې پيسې يې له غلو د خوندي کولو په موخه وړې او هغه مهال به يې بېرته وسپاري، چې د فساد د مخنيوي په موخه يې غوښتنې ومنل شي.

هغه مهال امنيه قومندان ويلي و، که تورن کس خپل وفاداري ثابته کړي او پيسې بېرته د دولت خزانې ته وسپاري، نو هغه ته به کوم زيان ونه رسېږي او غوښتنې به يې ومنل شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement