د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد وکړ

طالبانو د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد وکړ

Jul 15, 2015 - 14:13

زرنج (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٤): وسله والو مخالفينو د نيمروز د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد کړى او دواړه خواوې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د  نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور وايي چې طالبانو تېره ورځ له دريو خواوو

د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد وکړ چې نښتې څو ساعته دوام درلود.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښته کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي چې کره شمېر يې تر اوسه نه دى څرګند.

د دلاور په خبره، د راپور له مخې د نښتې په دريو ساحو کې د وينو زياتې نښې ليدل شوې چې د طالبانو د مرګ ژوبلې څرګندونه کوي، خو د کمال خان بند د ساتنې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

يو امينتي چارواکى چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي درې نور او دوه پوليس ژوبل شوي دي.

خو طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ادعا کړې چې د  کمال خان په کلاافضل ساحه کې يې پر دريو امينتي پوستو بريدکړى او د دوه نيم ساعته جګړې په ترڅ کې يې پنځه سرتېري وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

دوې اوونۍ وړاندې هم طالبانو د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد کړى و چې د پوليسو يوه پوسته په کې وسوځېده او يو ميل دهشکه يې له ځان سره يوړه.

کمال خان بند درې فازه (برخې) لري چې د نړيوال بانک په څه باندې سل ميليون ډالره ټوليزه مرسته جوړېږي.

د دې سترې ټولګټې پروژې پر دويمه برخه کار روان دى چې د پروژې په بشپړېدو سره به يې څه باندې سل زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوب او اته نيم ميګاواټه برېښنا توليد کړي.

د ويلو ده، وروسته له هغه چې پژواک د کمال خان بند په اړه د دولتي چارواکو د نه پاملرنې په اړه راپور خپور کړ، د اوبو او برېښنا وزير په روانه مياشت کې نيمروز ته د سفر په ترڅ کې د دې پروژې پر کار د نيوکې تر څنګ د کار د چټکتيا غوښتنه وکړه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement