د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کمال خان بند پر تاسيساتو شوى بريد پر شاوتمبول شو

د کمال خان بند پر تاسيساتو شوى بريد پر شاوتمبول شو

Sep 13, 2015 - 11:27

زرنج (پژاوک، ٢٢ وږى ٩٤): د کمال خان پر تاسيساتو د دولت د وسله والو مخالفين بريد شا ته تمبول شوى او امنيتي ځواکونو د نښتې پر مهال اوو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کمال خان بند د ساتونکې قطعې قوماندان سمونيار فضل احمد روزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو يوه ډلې تېره شپه د نيمروز په چار برجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

سرچينې وويل چې د نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

فضل احمد زوري زياته کړه چې نښته څو ساعته روانه وه، خو پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى او د بريدګرو يوه اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت کې د چار برجک ولسوال محمدنبي پژواک ته وويل چې په کمال خان بند کې پوره امنيتي ځواکونه مېشت دي، د دغه بند د شاوخوا پوستو د سقوط په اړه هېڅ اندېښنه نشته.

هغه زياته کړه چې طالبان د دغه بند د کار ځنډولو لپاره کله کله پر تاسيساتو بريدونه کوي، څو کار يې ودروي، خو هر ځل له ماتې سره مخ کېږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کمال خان بند د نيمروز ولايت په چاربرجک ولسوالۍ کې موقعيت لري او د هېواد له بنسټيزو پروژو څخه شمېرل کېږي.

د دغه ولايت د ځايي چارواکو په خبره، د ياد بند په رغولو سره سل زره جريبه ځمکه خړوبېږي، ٨٠ زره کسانو ته کار پيدا کېږي او شاوخوا ٩ ميګاواټه برېښنا به هم توليد کړي.

د دغه بند لومړى فاز بشپړ شوى او د دويم فاز کارونه يې ٨٥ سلنه بشپړ شوي او ټاکل شوې چې وروستۍ فاز يې توربين يې لګول شوى، راتلونکى کال پيل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement