د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د خوړو نړيوال سازمان فعاليتونه وځنډېدل

په بدخشان کې د خوړو نړيوال سازمان فعاليتونه وځنډېدل

Sep 17, 2015 - 16:25

فيض اباد (پژواک،٢٦ وږى ٩٤): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي،  د وسله والو مخالفينو له خوا په بدخشان ولايت کې د خوړو نړيوال سازمان د موټرو له سوځېدو وروسته ياد سازمان په دغه ولايت کې خپل فعاليتونه درولي دي.

وسله والو مخالينو د وږې په ٢١مه نېټه د خوړو نړيوال سازمان WFP پنځه کاماز موټر د بدخشان په يفتل ياپان ولسوالۍ کې وسوځول.

دا کامازموټر ياوان ولسوالۍ ته د خوراکي توکو له رسولو وروسته د يفتل پايان ولسوالۍ سر صوفه سيمې ته د ستنېدو پر مهال وسله والو طالبانو لومړى ودرول او بيا يې وسوځول.

ځايي چارواکي وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام له دې پېښې وروسته خپل فعاليتونه په دغه ولايت کې ځنډولي دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييزه اداره، ولايتي شورا او د ولسواليو مخورو د WFP له چارواکو سره خبرې کړې او ژمنه يې کړې چې له دې وروسته به داسې پېښه نه تکرارېږي.

هغه زياته کړه، تر اوسه دغه سازمان د خپلو فعاليتونو د بيا پيل په اړه ځواب نه دى ورکړى او امکان لري چې نن يا سبا ځواب ورکړي.

د يفتل پايان ولسوال غلام علي همدمي وويل، د دې ولسوالۍ خلکو د عالمانو، قومي مخورو او سپين ږيرو يوه کمېټه جوړه کړې، څو د لارو د امنيت خوندي کولو په اړه له دولت سره همکاري وکړي.

همدمي وويل چې دا کمېټه د مرسته رسوونکو موسسو د کارکوونکو د امنيت خوندي کولو لپاره هڅه کوي، څو د موسسو کارکوونکي او وسايط خوندي شي.

ځايي سرچينو ويلي چې د WFP کامازونه په لاندې يفتل کې د طالب قوماندان مولوي صفي الله د کسانو له خوا سوځول شوي او چاته په کې زيان نه دى رسېدلى. طالبانو ددې موټرو چلوونکي له ځان سره بېولي وو او څو ساعته وروسته يې خوشي کړل.

د بدخشان چارواکي ددې عمل په غندلو وايي چې د خوړو نړيوال سازمان يو غير سياسي سازمان دى چې کاريې د بدخشان په لرې پرتو سيمو کې  بېوزلو، بې ځايه شوو او جنګ ځپلو خلکو ته  د خوړو رسول دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement