د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې ٢١ وسله وال وژل شوي

بدخشان کې ٢١ وسله وال وژل شوي

Oct 11, 2015 - 14:43

فيض اباد (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې د وسله والو د يوه سرګروپ په ګډون ٢٠ طالبان وژل شوي، بلخوا پر بهارک ولسوالۍ د وسله والو د بريد مخنيوى شوى دى.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لعمل محمد احمدزى وايي چې دغه ډله طالبان د امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي او دغه راز يو هاموې ټانک او يو رينجر موټر چې له دې مخکې د طالبانو له لوري نيول شوي وو، يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو لاس ته غورځېدلي دي.

د ملي امنيت يو سرچينې وويل چې جګړې له پرون سهاره تر ماښام پورې دوام درلود او امنيتي ځواکونو د ملنګ اب، مغايب، کلا ورم او وخشيره سيمې د طالبانو له وجوده پاکې کړې دي.

د ملنګاب اوسېدونکي احمدالله وويل چې د وژل شوو په ډله کې د طالبانو سرګروپ مولوي مجيب هم شامل دى.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، دغه راز يو شمېر طالبان هم نيول شوي دي.

د بدخشان د امنيې قومادانۍ د امنيت امر سمونوال غلام سخي حيدري وويل چې له طالبانو دوه پيکاوې، يوه دهشکه او دوه راکټه تر لاسه شوي او د نښتې په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى او دغه راز يو ټپي شوى دى.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وويل: "طالبانو غوښتل چې له شهدا ولسوالۍ د بهارک پر ولسوالۍ بريد وکړي، چې هڅه يې ناکامه شوه."

د هغه په وينا، د شهدا ولسوالۍ د طالبانو له شتون پاکه شوې او د راتلونکو عملياتو دويم پړاو، چې ډېر ژر به پيل شي؛ د وردوج ولسوالۍ ده.

طالبانو د وردوج ولسوالۍ د روانې مياشتې په نهمه نېټه نيولې، چې تر اوسه پورې د دوى تر ولکې لاندې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement