د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې طالبانو ٩ سرحدي پوليس ونيول

په بدخشان کې طالبانو ٩ سرحدي پوليس ونيول

Oct 17, 2015 - 12:33

فيض اباد، کندوز، پلخمري(پژواک، ٢٥ تله ٩٤): په بدخشان، کندوز او بغلان ولايتونو کې د نښتو له امله ١١ وسله وال مخالفين  او دوه پوليس وژل شوي، خو په بدخشان کې ١٤ سرحدي پوليس ورک شوي دي.

د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د پوليسو د اووم سرحدي کنډک قوماندان ډګروال امان الله، پژواک خبري اژانس ته وويل نن سهار  ملي او سرحدي پوليسو د وردوج ولسوالۍ تيرګران سيمې ته نږدې کمين نيولى و چې په پايله کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣نور ژوبل شول.

هغه زياته کړه چې د نښتې په ترڅ کې د طالبانو د مهماتو يوه زېرمه سوځېدلې، يوه دهشکه، يوه پيکا ماشينګڼه، دوه کلاشينکوفونه او يوه مخابره تر لاسه شوي دي.

ډګروال امان الله وويل چې يو سرحدي پوليس هم وژل شوى، دوه ژوبل شوي او ١٤ نور ورک شوي، خو څرګنده نه ده چې هغوى غرونو ته تښتېدلي که طالبانو نيولي دي.

طالبانو هم په خپله ويبپاڼه کې ويلي چې د وردوج په تيرګران کې يې د دولتي ځواکونو بريد شاته تمبولى او په ترڅ کې يې ١٢ سرتېري وژل شوي او ١٢ نور يې اسير کړي دي.

د وردوج ولسوالي د تلې په ٩مه د طالبانو لاس ته ورغله او تر اوسه هم د هغوى په واک کې ده.

د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې هم څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

په شمال خيتځ زون کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن غلام حضرت کريمي وويل چې دا شمېر طالبان تېره شپه د ملي اردو د توپونو په مرميو کې وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.

کريمي زياته کړه چې اوسمهال په چهار دره کې نښته درېدلې، کور په کور تلاشي روانه ده او امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ نورو خواووته پرمختګ کوي.

د سيمې يوه اوسېدونکي فايق احمد وويل چې طالبانو د خلکو په کورونو کې کمين نيولى او  له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو بريد کوي.

دده په خبره، طالبانو له کندوز ښار نه تر لاسه کړي وسايط په چهاردره کې د خلکو په کورونو کې ځاى پر ځاى کړي او له هوايي بريدونو يې خوندي ساتلي، حکومت بايد ډېر ژر دا ولسوالي چاڼ کړي.

امنيتي ځواکونو څلور ورځې وړاندې چهار دره ولسوالي له طالبانو ونيوله.

دا ولسوالي دوه مياشتې وړاندې د طالبانو لاس ته ورغلې وه او دولت يوه ورځ وروسته د چهادرې مرکز ونيوه، خو طالبان د ولسوالۍ په څنډو کې مېشت وو چې د تلې په شپږمه يې د کندوز د مرکز له بېرته نيولو سره د ولسوالۍ مرکز هم بېرته ونيوه.

په بغلان ولايت کې هم دوه پوليس وژل شوي دي.

د بغلان د عامې روغتيا مرستيال مشر ډاکټرعبدالحليم غفاري پژوک ته وويل چې د ريزرف قطعې دا دوه پوليس سرتېري، چې رينجر موټر يې تېر ماښام د بغلان د مرکز پلخمري ښار په هشده کوتل سيمه کې د سړک غاړي ماين له چاودنې سره مخ شوى و، په روغتون کې يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

طالبانو ددې چاودنې مسووليت منلى او ويلي يې دي چې د دوو پوليسو د وژلو تر څنګ يې دوه پوليس ټپيان کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement