د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سيمه ييز قوماندانان د بدخشان له لاجوردو د کال سلګونه ميليونه افغانۍ ترلاسه کوي

سيمه ييز قوماندانان د بدخشان له لاجوردو د کال سلګونه ميليونه افغانۍ ترلاسه کوي

Oct 18, 2015 - 11:43

فيض اباد (پژواک، ٢٦ تله ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د بدخشان د لاجوردو کان عوايد په تېر څه کم يوه کال کې څه باندې يو نيم ميليارد افغانيو ته رسېدلي او دا ټول عوايد د دولت د خزانې پر ځاى د وسله والو مخالفينو او سيمه ييزو قوماندانانو جېبونو ته تللي دي.

د دغو چارواکو په خبره، په کران و منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان د راغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان په بدخشان کې د طالبانو او سيمه ييزو قوماندانانو لپاره د عايد دوې سترې سرچينې دي چې هره ورځ ترې ميليونه پيسې په غير قانوني ډول د هغوى جېبونو ته ځي.

لاجورد د سختۍ او ابي رنګ په سبب ښکلى رنګ لري چې په جواهرو کې دغمي په توګه کارېږي. دا ګران بيه ډبره د کورونو په سينګار کې هم کارېږي. په کيمياوي ترکيب کې يې طبيعي المونيم، وسپينه منيزيم او کلسيم شامل دي.

د کران و منجان ولسوال نوراغا وايي چې پخوا دولت د لاجوردو کان دوه تونلونه د لاجوردين خصوصي شرکت ته په قرار داد ورکړي وو چې لاجورد يې په ټاکلي اندازه استخراجېدل، خو وروسته چې په ١٣٩٣لمريز کال کې کان د دولت له ولکې خارج شو، هره ورځ له پنځو ميليون وافغانيو عايد لري چې ټول يې سيمه ييزو قوماندانانو او وسله والو طالبانو ته په لاس ورځي.

پر دې بنسټ، که چېرته په منځنۍ ډول محاسبه شي، د لاجورد کان مياشتينى عايد ١٥٠ ميليونه او په تېرو ١١ مياشتو کې چې کان د دولت له واکه ويستل شوى، يو ميليارد او ٦٥٠ ميليونه افغانيو ته رسېږي.

د کران و منجان ولسوال پژواک خبري اژانس ته وويل :((دوى د تېر کال له ليندۍ مياشتې تر اوسه پورې پر ٢٩ تونلونو سربېره، حتى نا لاس وهلي کانونه هم استخراج کړي او د لاجوردو استخراج ته يې حشر کړى چې عايد يې له دې اندازې هم لوړ دى.))

د هېواد داساسي قانون د لومړي فصل د نهمې مادې پر بنسټ:(( کانونه او نورې تر ځمکه لاندې زېرمې او لرغوني اثار د دولت ملکيت دي. د دولت د ملکيتونو ساتنه او اداره او له طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له لارې تنظمېږي.))

د کران و منجان ولسوال وويل چې لاجورد د غير قانوني وسله والو له خوا چې په سر کې يې قوماندان عبدالمالک، قوماندان شريف او قوماندان امام دي، هره ورځ شاوخوا ٥٠٠ ټنه له بېلابېلو تونلونو استخراج او د پنجشير ولايت له لارې کابل ته لېږدول کېږي.

پخوا به دا لاجورد د بدخشان له لارې لېږدول کېدل، خو تېر کال د ولسمشر د فرمان له مخې د بدخشان له لارې د لاجوردو لېږد بند شو.

د بدخشان د کانونو رياست د کادسترعمومي مديرعتيق الله عتيد وويل چې د لاجوردو کان عوايد د ١٣٩٣ لمريز کال په نهو مياشتو کې ياني تر هغه وخته چې د دولت په واک کې و، هره مياشت ٤٠ ميليونه افغانۍ او په ټوله کې څه باندې ٣٥٢ميليونه افغانۍ وو.

د دې محاسبې له مخې، که چېرې دولت تر دې دمه د لاجورد پر کان واک درلودى، په تېرو ١١ مياشتو کې به يې په ټوليز ډول ٤٤٠ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړى و.

عتيد وويل چې د ١٣٩٣ لمريز کال د ليندۍ له دويمې نېټې نه د ملي امنيت شورا د پرېکړې له مخې، د لاجوردو لېږد په بېخ بند او له لاجوردين شرکت سره قرار داد فسخه شو چې وروسته ٦٥ لارۍ لاجورد چې هره لارۍ يې له درې نيم زره منه (يو من له اووه کيلو سره برابر دى) لاجورد لري، د بدخشان په مرکز فيض اباد کې درول شوې دي.

هغه زياته کړه چې وروسته د کورنيو چارو او بهرنيو چارو او کانونو وزارتونو او ارګ ګډ پلاوى فيض اباد ته ورغى او دا لارۍ يې کابل ته ولېږدولې چې محصول يې د بدخشان د کانونو رياست نه دى اخيستى او عوايد يې نامعلوم دي.

سرچينې وويل چې د ١٣٩٣ لمريز کال له ليندۍ نه تر اوسه يې د لاجوردو کان نه هېڅ عايد نه لري، ځکه چې دولت پر لاجوردو کان حاکميت نه لري او د کان استخراج په غير قانوني ډول دوام لري.

عتيد د پنجشير له لارې د لاجورد ډبرو د لېږد په اړه وويل، دده د معلوماتو له مخې، هره ورځ د لاجوردو ١٠ لارۍ د پنجشير له لارې تېرېږي.

هغه زياته کړه:((موږ په تېرو لسو کلونو کې هڅه وکړه چې د کانونو قانون پرخلکو اويا سلنه پلى کړو او کان استخراج ته قانوني بڼه ورکړو، خو له بده مرغه چې د ملي امنيت شورا له پرېکړې او هغه وضعيت وروسته چې د کران و منجان لاجوردو او راغستان د سرو زور رېګ وينځلو کان کې رامنځته شو، دا شمېره اوسمهال ٢٠ سلنې ته ټيټه شوې او خلک د قانون له چتر نه په تېښته دي.))

د بدخشان د کانونو رياست د کادستر عمومي مدير څرګنده کړه، د معلوماتو له مخې، په راغستان کې د سرو زرو د کان استخراج، د هغو تاجکستاني وګړو له خوا ادامه لري چې د طالبانو په ليکو کې دي، بايد يوې چينايي کمپنۍ ته په قرار داد ورکړل شوى وى، اوسمهال دا کان د طالبانو په واک کې دى او عوايد يې هم ناڅرګند دي.

د بدخشان ولايت سرپرست والي شاه والي الله اديب وايي چې طالبان او بهرني جګړه مار د لاجورد او سرو زرو د رېګ وينځلو کان نه چې لوړ عوايد لري، ګټه تر لاسه کوي. د سرو زرو کان کې هم اوسمهال ٢٥ سکواټره کار کوي او طالبان د دې دوو کانونو د عايد له مدرکه د بدخشان په کليو کې د جهاد مهال پاتې وسلې او مهمات پېري او له دې لارې خپل تجهيزات او اعاشه پوره کوي.

هغه وويل چې په راغستان کې د سرو زرو وينځل دوام لري او دوى امنيتي چارواکو ته په ليکلي ډول لارښوونه کړې، خو له بده مرغه چې دا کار تر اوسه نه دى شوى او اوسمهال راغستان د سرو زرو د عايد له اړخه پر يوه پياوړې جبهه بدل شوى.

د بدخشان ولايت سرپرست د پنجشير له لارې د لاجورد ډبرو د لېږد او عوايدو په اړه يې وويل چې پخوا يواځې له دوو لاجورد کانونو استخراج کېده، خو اوس له توپير پرته له ټولو کانونو استخراج روان دى.

دده په خبره، د طالبانو استازى هم د کان له استخراج څارنه کوي او د کان له عوايدو لوړ باج تر لاسه کوي چې له دې لارې يې په يمګان، وردوج او جرم ولسوالۍ کې جنګي جبهې تمويل او سبمالوي.

اديب وويل، دا د حکومت دنده ده چې کان د غير قانوني وسله والو له ولکې وپاسي، ځکه چې ځايي چارواکي له ځان سره کوم ځواک نه لري او حکومت ته يې په ليکنۍ بڼه ليکلي چې که چېرته کان د غير قانوني وسله والو له واک نه خارج نه شي، نو ډېرې بدې پايلې به ولري.

د بدخشان ولايت سرپرست وويل چې د لاجورد کان له ولکې وروسته د ارګ يو پلاوى چې خپله دى يې هم غړى و، لاجورد کان ته ورغى، همدارنګه څلور ځله نور يې هم د پلاوي په مشرۍ هلته سفر وکړ، څو وکولى شي چې ځايي وسله والو ته څنګه قناعت ورکړي چې د لاجوردو کان کار قانوني شي.

په شوو خبرو کې قوماندان عبدالمالک وويل، دا چې پخوا د لاجوردو کان په افرادو پورې تړلى و او دوى ونډه نه درلوده، نو په ولسوالۍ کې بېوزلي ډېره لوړه شوې وه، پلاوي هوډ وکړ چې کان د ساتونکې قطعې نه واخلي.

اديب وويل: ((موږ ځواب ورکړ، سمه ده چې د لاجوردو کان ستاسې په سيمه کې دى، بېوزلي هم د خلکو تر منځ اوج ته رسېدلې، موږ تاسې ته يوه ښه طرحه درکوو چې د کان اتيا سلنه کارکوونکې دې ستاسې له سيمې او شل نور دې له نورو ولسواليو وي، د کان پنځه سلنه عوايد دې د کران و منجان په پراختيايي پروژو کې ولګول شي او که چېرې د کان قرارداد وشو، د کان په کار کې دې له قراردادي سره شريک شي.))

د بدخشان ولايت سرپرست زياته کړه ، دوى په ځاى کې وويل چې د کان قطعه چې ١٢٠ کسه ده، په يوه وکيل صاحب پورې اړه لري چې بايد داسې نه وي، يوه بې پرې قطعه دې ځاى پر ځاى شي. پلاوي په ځواب کې وويل:سمه ده يوه بې پرې قطعه دې وي چې افراد يې هم د بدخشان نه وي، همدا کار يې هم وکړ.))

هغه زياته کړه چې دې وسله والو کسانو په خپل ټول امتياز سره بيا هم د لاجوردو کان د دولت په واک کې ورنه کړ، حکه چې د کان عايد ډېر اوچت دى او کله چې ډېر لوړ، بې حسابه او بې کتابه عايد دهغوى لاس ته ورغى، هېڅ شي ته يې غاړه ټيټه نه کړه او بالاخره پلاوي له حکومت وغوښتل چې د کان استخراج بند شي او د هېواد له بندرونو يې د لېږد مخنيوى وشي، څو وسله وال کسان سترګې وغړوي او کان دولت ته وسپاري.

اديب وويل چې ملي امنيت شورا پرېکړه وکړه چې د لاجورد ډبرو استخراج او لېږد ودرول شي او د لاجوردو ډبرې چې د يمګان، جرم او بهارک ولسوالۍ او بدخشان د مرکز فيض اباد نه کابل ته وړل کېدې، منعه شوې او د بدخشان چارواکو د يوې مياشتې په اوږدو کې ٤٥ لارې تم کړې، له کورنيو چارو وزارت نه يو پلاوى راغى او دا لارۍ يې کابل ته ولېږدولې.

خو هغه وويل، له بده مرغه چې په غير قانوني ډول د لاجورد ډبرو لېږدول د ملي امينت شورا د پرېکړې خلاف د منجان کوتل له لارې پنجشير ولايت ته دوام لري، ځکه چې د لاجورد ډبرو ډېرى سوداګر پنجشيريان دي.

د بدخشان ولايت سيمه ييزو چارواکو ملي امنيت شورا او حکومت ته ليکلي چې غير قانوني لېږد دوام لري، ځکه چې استخراج غير قانوني دى، تاسې لارښوونه وکړئ چې د پنجشير له لارې هم د لاجوردو د ډبرو لېږد ودرول شي.

د بدخشان ولايت سرپرست وويل چې له بده مرغه دې موضوع ته تر اوسه پاملرنه نه ده شوې او پنجشېر ته په پريمانه توګه د ډبرو قاچاق روان دى چې وروسته د هغه ځاى په کليو کې زېرمه کېږي، په دې توګه هره مياشت د دولت په لسګونه ميليونه افغانۍ عايد شخصي جېبونو ته ځي او ضايع کېږي.

هغه وويل: ((له حکومت نه مو غوښتنه دا ده، څو لارښوونه وکړي چې د پنجشېر چارواکي هم د بدخشان د چارواکو په څېر د لاجوردو لېږد منعه کړي، که چېرې خداى مه کړه دا کار ونه شي، په بدخشان کې به د خلکو د خپګان او ټولنيزو ستونزو سبب شي؛ ځکه چې پخوا د بدخشان د ١١ ولسواليو خلک د کان په کار کې ښکېل وو او هغوى هره ورځ ولايت ته راځي او وايي چې د پنجشېر ولايت له لارې د لاجورد ډبرو پر لېږد بنديز ولې نه لګول کېږي.))

د اديب په خبره، اوسمهال د يوه بام او دوو هواوو خبره ده، د ملي امنيت شورا پرېکړه په بدخشان کې پلې کېږي، خو په بنجشېر کې نه پلې کېږي او هره ورځ سلګونه لارۍ لاجورد ورنه لېږدول کېږي.

د بدخشان ولايت سرپرست په دې اړه چې ايا د لاجورد کان د قضيې شا ته افراد او زورواکي هم لاس لري که نه؟ وويل چې اوسمهال قوماندان عبدالمالک له خپلو دريو نورو قوماندانانو سره پر کان واکمن دى، عوايد يې خپلو جېبونو ته اچوي، په دې کې هېڅ شک نشته چې د کان د قضيې او دغو قوماندانانو شا ته زورور لاسونه شته، خو تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې دا کسان څوک دي؟

هغه زياته کړه چې دا څلور قوماندانان د خپلو شخصي ګټو په خاطر هڅه کوي چې د بدخشان او پنجشېر د خلکو تر منځ اختلافاتو ته لمن ووهي. تر اوسه هڅې شوې چې د کان قضيه په سوله ييزه توګه حل کړي او کان قانوني شي چې تر اوسه نه دى شوى.

د کران و منجان ولسوال په دې اړه وويل: ((اوس خو نه پوهېږم چې پنجشېر ولايت به له دې ډېرو محصول اخلي که نه؟ پنجشېر بايد د ولسمشر د فرمان له مخې د لاجورد لېږد منع کړى واى. خو له بده مرغه چې فرمان تر اوسه يواځې تر بدخشان پورې محدود پاتې شو او هغه لاجورد چې له کان نه استخراج شوي، په يمګان، جرم او بهارک ولسواليو او د ولايت مرکز فيض اباد کې د لاجوردين شرکت د قرارداد پر مهال استخراج شوي، تر څارنه لاندې دي او لېږد يې منعه دى.))

لاجوردي ډبرې چې اوسمهال په دې ولسوالۍ کې انبار شوې، د غلا امکان يې موجود دى، هره شېبه په کې د لاس وهلو امکان شته.

د کران و منجان ولسوال په دې اړه چې په د کان کې نه ګټه اخيستونکي څوک دي؟ وويل چې اکثره غير قانوني وسله وال چې شمېره يې تر ٥٠٠ کسانو پورې رسېږي او په سر کې يې قوماندان عبدالمالک راځي، له دې کان نه ګټه اخلي.

هغه زياته کړه:((د کان استخراج ځايي بې وزلو خلکو ته کومه ګټه نه لري. اوسمهال په کران و منجان کې کومه پروژه نشته، سړک نشته، ښوونځي تړلي او دولتي ادارې غير فعالې دي، خپله هم د همدې وسله والو له خوا وګواښل شوم او وتښتېدم.))

له بلې خوا د لاجورد کان د سړک قرار دادي نجم الدين وويل دا سړک د کان له پله تر انجمن کوتل پورې د قوماندان عبدالمالک له خوا د ٣٠ ميليون افغانيو په بدل کې په اجاره ورکړل شوى، څو د لاجورد ډبرو لېږدونکي موټر هره ورځ پرې په اسانۍ سره د پنجشير ولايت ته لاړ شي.

دا سړک تر انجمن کوتل پورې ٩٥ کيلومتره اوږدوالى او ١٠ متره پلنوالى لري چې ٨٥ سلنه کار يې مخکې تللى او په راتلونکې يوه مياشت کې به بشپړ شي.

خو نجم الدين زياته کړه چې قوماندان ملک د سړک له قرار داد نه يواځې درې ميليونه افغانۍ ورکړې او د اجارې په پاتې پيسو خپل زور ښيي او نه يې راکوي، ځکه د سړک د کار له اړخه پوروړى دى.

د ده په خبره، بل سړک له انجمن کوتل د پنجشېر تر پريان پورې د همدغه قوماندان له خوا بل شخص ته د کان له عوايدو په اجاره ورکړل شوى چې کار يې دوام لري.

نوموړي وويل چې د کران و منجان د کانونو د تونلونو نه چې د لاجورد غوره ډبرې لري، د شلو ورځو لپاره شپږو نه تر اوو ميليونو افغانيو پورې په اجاره ورکول کېږي چې عوايد يې قوماندان عبدالمالک او د هغه کسان اخلي.

نجم الدين زياته کړه:((خپله مې د کان له کارګرو درې زره منه لاجورد وپېرل، خو د قوماندان مالک کسانو راڅخه په زور واخيستل او پيسې يې رانه کړې.))

هغه په دې اړه چې ايا لا هم د بدخشان له لارې د لاجورد قاچاق کېږي؟ وويل ډېر کم داسې ليدل کېږي چې يو پيک اپ موټر دې چې ٢٥٠ منه بار وي، امنيتي پوستو ته له ٢٠ زرو تر ٣٠ زرو افغانيو پورې د جرم، يمګان او بهارک له لارې فيض اباد ته ولېږدول شي، له دې پرته امکان نه لري.

د جرم ولسوالۍ د سرتل کلي اوسېدونکى حاجى محمد چې له تېرو دېرشو کلونو راهيسې د لاجوردو سوداګري کوي وويل چې پخوا به طالبانو له قوماندان ملک نه د کان ٣٠ سلنه عوايد اخيستل، خو اوس يې دا اندازه پنځوس سلنه کړې ده.

هغه زياته کړه چې د پنجشير والي د ولايت چارواکو ته لارښوونه کړې چې د لاجورد ډبرو لېږدونکي موټر په پنجشير کې محصول کړي او هغه موټر چې د بدخشان ولايت په خلکو پورې اړه لري، له دې لارې نه شي تېرېدلى.

 

د جرم ولسوالي اوسېدونکي او د لاجورد ډبرو پخواني سوداګر محسن الله وويل چې د (سورت اول) يو کيلولاجورد ډبرو بيه په څلور زره امريکايي ډالر پلورل کېده.

د لاجوردو ددې پخواني سوداګر په خبره، د ولسمشر له فرمان نه وروسته چې د بدخشان له لارې يې د لاجورد ډبرو ترانزيټ بند کړى، وروسته کان ته نه دى تللى.

هغه زياته کړه چې د لاجورد ډبرو په سوداګرۍ کې له څلورو کسانو سره شريک و، تر کله چې د لاجوردين شرکت له خوا استخراج کېده، دوى ٢٠ زره منه لاجورد له شرکت نه پېرلي او په جرم ولسوالي کې يې زېرمه کړي دي، خو کابل ته يې دلېږد امر نه ورکول کېږي.

د بدخشان ولايتي مشر عبدالله ناجي نظري وويل چې دا مهال لاجورد په غير فني ډول د وسله والو کسانو له خوا استخراجېږي او بيا د پنجشير له لارې کابل ولايت ته ترانزيټ کېږي چې د بدخشان ولايت سوداګرو ته يې سختې ستونزې راپيدا کړې دي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال د لاجوردو د ډبرو ٣٠٠ موټر په فيض اباد، يمګان، جرم او بهارک ولسواليو کې درېدلي او د لېږدولو اجازه نه ده ورکړل شوې چې دې کار پر سيمه ييز اقتصاد ناوړه اغېزه کړې، د سوداګرو پيسې يې بندې کړې او له بلې خوا يې پر امنييت وضعيت هم منفي اغېزه کړې، ځکه چې د کان له عواېدو طالبانو ته ګټه رسېږي.

د ولايتي شورا مشر وويل:((طالبان د لاجوردو عوايدو له لارې مالي امکانات تر لاسه کوي، په همدې پيسو امنيتي پوستې اخلي او زموږ د سرتېرو سرونه پرې کوي.))

نظري زياته کړه، تر هغو چې دولت په بدخشان کې د طالبان مالي سرچينې بندې نه کړي، امنيتي وضعيت به د ښه والي پر ځاى لا خراب شي.

هغه زياته کړه چې د لاجورد کان موضوع بايد د دولت له خوا په بنسټيزه توګه حل شي، د وسله والو کسانو مخنيوى دې وشي او يوه بې پرې قطعه دې ځاى پر ځاى شي. د کان قرار داد دې وشي او د سيمې خلک دې په کار وګومارل شي، له دې پرته د پنجشير او بدخشان د خلکو تر منځ اختلافات رامنځته کېدونکي دي.

د ولايتي شورا مشر زياته کړه ، په دې کې هېڅ شک نشته چې د لاجوردو د قضيې تر شاه د کابل د زور واکو لاسونه دي چې ګټه ورنه اخلي، خو نوموړي د چا نوم ياد نه کړ.

د کران و منجان ولسوالۍ د اسکازر کلي اوسېدونکى غلام ناصر چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په يمګان ولسوالۍ کې ګډوال دى، وويل:((د قوماندان عبدالمالک زور زياتى ددې سبب شوې چې دده په ګډون د کران و منجان اتيا کسه يمګان ولسوالۍ ته کډه شو.))

د ده په خبره، د کان ټول هېواد همدا قوماندان ځانته وهي، ځايي خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د کان په کار کې ګډون وکړي، يو شمېر کسان يې وژل شوي هم دي.

غلام ناصر وويل چې موضوع يې سيمه ييزو دولتي چارواکو ته هم د بېلابېلو عريضو له لارې وړاندې کړې، خو چايې غمه نه ده خوړلې. دولت بايد دهغو کسانو د وينې غچ واخلي چې قوماندان ملک تويې کړې، يو شمېر يې شړلي او ګډوال کړي، بايد محاکمه شي.

خو د اسلامي جمعيت ګوند پخوانى قوماندان عبدالمالک چې د لاجورد کان له ولکې وړاندې د بدخشان د خاش امنيه قوماندان و، ويلي چې دولت بايد دده کسانو ته د لاجوردو کان د استخراج په عوايدو کې ونډه ورکړي، له دې پرته اجازه نه ورکوي چې د کان کنټرول له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په لړم مياشت کې د يمګان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالظاهر مجددي او د لاجوردو کان د ساتونکې قطعې قوماندان اسدالله غوښتل چې د کان کنټرول تر لاسه کړي، خو د قوماندان مالک له غبرګون سره مخ شول او د نښتې په ترڅ کې پنځه پوليس ووژل شول او پوليسو دوه رينجر موټر او دوه ټانکونه د مالک کسانو ته په لاس ورغلل.

وروسته د کورنيو چارو وزارت د دې پېښې د څېړلو لپاره کران او منجان ته يو پلاوى واستاوه، خو پايلې يې څرګندې نه شوې.

د بدخشان د لاجوردو کان د نړۍ په کچه د غوره کيفيت لرونکي لاجورد لري. که څه هم تر اوسه په بدخشان کې د لاجوردو کانونود اندازې په اړه کومه سروې نه ده شوې، خو په ځينو ويبپاڼو کې يې اندازه لسګونه زره ټنه اټکل شوې ده. د بدخشان په سرسنګ سيمه کې ١٤١ ټنه لومړۍ درجه لاجورد شته او همدارنګه ٦٥ ټنه نور دويمه درجه لاجورد په کې تثبيت شوي دي.

د پخواني شوروي اتحاد ځمکه پېژندونکو په بدخشان کې د لاجوردو د استخراج ٩ سيمې د ٢٠-٣٠٠ مترو اوږدو والي او ١-٨ مترو پنډوالي سره معرفي کړې. په سيمه کې يې تر ټولو لويه زېرمه ٤٥٠ متره اوږدوالى او ١٢٥متره پنډوالى لري.

د لاجوردو تر ټولو غوره ډول د کان په سيمه کې د بدخشاني سوداګرو له خوا په سل ډالره پېر او پلور کېږي او بيه يې شايد پاکستاني بازارونو ته تر رسېدو پورې درې برابره لوړه شي.

د افغانستان د لاجوردو لويه برخه بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي او کمه اندازه يې د لاسي صنايعو په مرکزونو کې کارېږي.

د لاجوردو زيورجوړونه او بسته بندي په پاکستان، هندوستان او يوه برخه په افغانستان، ايران او سويس کې کېږي او وروسته بهر ته صادرېږي. د لاجورد ډبرې نه د ګاڼو له جوړولو پرته په نورو توليداتو لکه مجسمو، شطرنج دانو او نورو کې هم کار اخيستل کېږي.

د لاجوردو استخراج به افغانستان کې څه باندې ٢٥٠٠ کاله مخينه لري او عموماً مصر ته صادرېدل. له دې ډبرو د فرعون د سرو زرو مجسمې د سترګو جوړولو په برخه کې کار اخيستل شوى. پخوا به هنرمندانو د لاجورد له پوډر نه د ميناتورۍ او نقاشۍ په برخه کې ګته اخيسته. د لاجوردو د سختۍ درجه به معمولي توګه پنځه ده.

د يادونې وړ ده چې پر طبيعي زېرمو او کانونو د څارنې شبکې ويلي دي چې په اکثره ولايتونو کې ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرې په غير قانوني ډول استخراج او نورو هېوادونو ته په قاچاق وړل کېږي چې بايد عاملان يې محکمه او مخه يې ونيول شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement