د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې د نرخونو کنټرول ته د حکومت په پاملرنې ټينګار وکړ

مشرانو جرګې د نرخونو کنټرول ته د حکومت په پاملرنې ټينګار وکړ

Nov 10, 2015 - 20:11

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٤): مشرانو جرګې د لومړنيو توکو په ځانګړې توګه د نفتي موادو نرخونو لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او حکومتي مسوولين يې له بازار څخه په نه څارنې ګرم وبلل  او وپتېيل شوه، چې د سوداګرۍ وزير عمومي غونډې ته ور وبلل شي.

د مشرانو جرګې غړي مير عزيزالله واصفي وويل: "د ګازو بيه له ٤٥ افغانيو څخه ٧٠ ته لوړه شوې ده، څوک نشته چې څارنه وکړي، تل د ژمې موسم کې اقتصادي مافيا په دې کار لاس پورې کوي او حکومت هم نه شي کولى څارنه وکړي."

د دې جرګې بل غړي صفي الله هاشمي هم وويل: "د اوبلن ګاز ترڅنګ، ډالر او نور لومړني توکي هم لوړ شوي دي، خلک د ناامنيو ترڅنګ د لومړنيو او سوند توکو بيو له لوړېدو سره هم مخ دي."

هغه زياته کړه: "خلک چاته شکايت وکړي، څوک چې وس لري، که بيې ښکته او يا لوړې شي، اخلي يې، خو څوک چې توان نه لري، څه وکړي؟"

په دې جرګه کې د کابل خلکو استازي فرهاد سخي وويل: "د لومړنيو او سوند موادو نرخونه لوړ تللي دي، د ازاد بازار په نوم مافيا غواړي چې د خلکو ويني وڅښي، خو هېڅوک نشته چې پام ورته وکړي."

د دې جرګې بل غړي نثار حارث هم د حکومت پر کړنو نيوکه وکړه او ويې ويل: "کومې پېښې چې تېر يو کال کې د ملي يووالي حکومت کې رامنځ ته شوې دي، سارى نه لري، د غونډو او کمېسيونونو جوړولو د خلکو يو درد هم دوا نه کړ، بايد د خلکو امنيت او اقتصاد ته پاملرنه وشي."

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د توکو بيې دې کنټرول کړي او غونډې ته يې  د سوداګرۍ وزير د رابللو غوښتنه  هم وکړه.

د اساسي قانون له مخې، د بازار اقتصاد د هېواد اقتصادي نظام په توګه منل شوى دى.

خو د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار چې د نن ورځې غونډې مشري يې کوله، وويل: "ازاد بازار په دې معنا دى، هر څوک چې څه غواړي، و دې کړي."

هغه اقتصادي کمېسيون ته دنده وسپارله، چې د راتلونکې اونۍ يوې عمومي غونډې کې دې د سوداګرۍ وزير محمد همايون رسا ور وبلي.

د ايزديار په وينا، هر پلورونکي په خپله خوښه د پلور نرخ ټاکي او هېڅ اداره نشته چې څارنه يې وکړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي پژواک خبري اژانس ته وويل: "تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې د نفتي توکو په ځانګړې توګه اوبلن ګاز نرخونه به ثبات ومومي."

هغه همداراز يادونه وکړه، چې په لوړه بيه د اوبلن ګاز پلورل کېدو مخنيوي لپاره دې وزارت د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوبلن ګاز د پلور ٤٢ غرفي رامنځ ته کړې دي، چې يو کيلو ګاز په ٥٩ افغانۍ پلوري.

د هغه  په وينا، له يادو غرفو څخه ١٠ يې په ګرځنده ډول په ټانکرونو کې اوبلن ګاز په ياد شوي نرخ پلوري.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو مشر عبدالقادر ارزو وويل، چې ښاروالۍ  هېواد کې  د اساسي قانون له مخې  د ازاد بازار پاليسي په منلو سره نه شي کولى چې نرخونه کنټرول کړي.

ده زياته کړه چې ښاروالي يواځې کولى شي د موادو کيفيت کنټرول کړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement