د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نيمروز د کمال خان بند دريمه برخه رغول کېږي

د نيمروز د کمال خان بند دريمه برخه رغول کېږي

Nov 29, 2015 - 12:09

کابل- زرنج (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د اوبو او برېښنا وزارت په نيمروز کې د کمال خان بند د دويم پړاو د کار له بشپړېدو داسې مهال خبر ورکوي چې د دې بنسټيزې پروژې په ګټه اخيستلو سره به سل زره هکتاره ځمکه خړوبه او څه باندې اته ميګاواټه برېښنا توليد شي.

د اوبو او برېښنا وزير انجنیر علي احمد عثماني د نيمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند جوړول د هېواد له مهمو بنسټيزو او پراختيايي پروژو بولي او وايي چې د دغه بند د دويم پړاو کار له ((سختيو)) سره بشپړ شوى دى.

نوموړى چې په دې اړه يې وزارت کې يوې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې د کمال خان بند پر سر د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ درنې جګړې شوې چې له امله يې د اوبو او برېښنا وزارت څلور کارکوونکي ژوبل شوي دي.

د نيمروز د اوبو د تنظيم مشر انجنير محمدنبي محب وايي چې د کمال خان بند دويمه برخه ٤٧٠٠ متره اوږدوالى او له څلورنيمو تر اتو مترو پورې لوړوالى لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې برخه  د اوبو او برېښنا وزارت د پراختيايي بوديجې څخه شاوخوا ١٥ ميليونه ډالره لګښت راغلى.

 د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د دغه بند دويم پړاو د ١٣٩١ لمريز کال په کب مياشت کې د ګډو کمپنيو((برايټ پيريل)) او ((اسيابنا)) (ABCC, BPCC) له خوا پيل شوى چې دا دی پاى ته رسېدونکى دى.

د اوبو او برېښنا وزير وويل چې د کمال خان بند د درېيم پړاو د ډيزاين کار ٧٥ سلنه بشپړ شوى او اوسمهال وزارت د بند د دريمې برخې پر جوړولو بوخت دى.

هغه زياته کړه: ((زموږ له جدي لومړيتوبونو د کمال خان بند د دريمې برخې لپاره د مالي سرچينو موندل دي،

کابل خان بند د هلمند د سيند له پاسه جوړېږي او دريمه برخه يې چې په سيند کې د توربين لګول په کې راځي، څه باندې ٧٠ ميليونه ډالره لګښت غواړي.

له دې مهمې بنسټيزې پروژې په ګټه اخيستو به څه باندې سل زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي او اته نيم ميګاواټه برېښنا به توليد کړي.

د کمال خان بند لومړى پړاو د تاجکستان د ((تدس)) کمپنۍ له خوا د ١٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د ١٣٩١ لمريز کال په زمري مياشت کې بشپړ شوى دى.

د دغه بند د رغولو کار په ١٣٥٢ کال کې پيل شو او څلوېښت سلنه ترسره شو، خو د ١٣٥٧ کال د غويي د اوومې نېټې له کودتا وروسته نيمګړى پاتې شو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړيو کې د نيمروز خلکو شکايت درلود چې د کمال خان بند کار په ټکني ډول مخې ته ځي چې لامل يې د حکومتولۍ کمزوري ده.

د کمال خان بند له جوړېدو سره خاشرود، چخانسور او د نيمروز مرکز زرنج ته هم اوبه برابرېږي.

نيمروز يو ريګزار ولايت دى چې د اکثره څاګانو اوبه يې تروشي دي. د هلمند سيند د اوبو کچه هم په اوړي کې ښکته او هغه نل چې له ايران نه زرنج ښار ته را غځېدلى، د ښاريانو اړتياوې نه شي پوره کولى.

د زرنج د اوسېدونکو شمېر په اټکليز ډول ٣٠٠ زره کسه ښودل شوى چې ٩ سلنه يې روغتيايي اوبو ته لاسرسى نه لري او ځينی يې د سرلوڅو څاګانو او تروشو اوبو کار اخلي چې د ناروغيو سبب ګرځي او يو شمېر نور له ټانکرو د پيسو په بدل کې اوبه ترلاسه کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement