د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: د سیمې هېوادونه دې له ګډو اقتصادي فرصتونو ښه ګټه پورته کړي

عبدالله: د سیمې هېوادونه دې له ګډو اقتصادي فرصتونو ښه ګټه پورته کړي

Dec 15, 2015 - 11:27

کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): د افغانستان د حکومت اجرايي رييس د روسيې او چين له چارواکو سره په کتنه کې ويلي چې د سيمې هېوادونه بايد له ګډو اقتصادي فرصتونو ښه ګټه پورته کړي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ د چین د ولسي جمهوریت په ژانګژو ښار کي د شانګهای سازمان د لومړيو وزیرانو د ۱۴مې غونډې تر پیل مخکې په بهرنیو چارو کې د هندوستان د دولت له وزیر ویجي کومار سینګ سره ولیدل.

د ياد رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله په دې ليدنه کې له افغانستان سره په ملکي او پوځي برخو کې د هند له مرستو مننه وکړه او هندوستان یې د افغانستان ښه ملګری وباله.

دغه راز عبدالله له هنده مننه کړې چې د افغانستان له هوايي ځواک سره د چورلکو مرسته کوي.

ټاکل شوې هند له افغانستان سره د څلورو چورلکو مرسته وکړي.

عبدالله د داعش ډلې حضور ته په اشارې ويلي چي په سیمه کې نوي ګواښونه ایجاد شوي او اړتیا ده چې له دغو ګواښونو سره ګډه مبارزه وشي.

هغه ويلي: "افغانستان او سیمه د خطرونو تر څنګ یو لړ اقتصادي فرصتونه هم لري او په دې برخه کې د چاه بهار بندر او د زرنج– دلارام سړک رغونه یو له لویو اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزو فرصتونو څخه دي چي باید ورڅخه لازمه ګټه پورته شي."

سرچينه ليکلي چې په بهرنیو چارو کې د هندوستان د دولت وزیر ویجي کومار سینګ، افغانستان د هند دایمي دوست او با اعتماده همکار بللى ا ويلي يې دي چې دوی له داسې یوه همکار او دوست سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړی نیت لري.

نوموړي ويلي چې په اقتصادي او پوځي برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو زياتوالى دواړه هېوادونه خپلو ګډو موخو ته رسوي او په سیمه کې له شته فرصتونو بنسټيزې ګټې اخیستنې ته زمینه برابروي.

دغه هندي چارواکی وايي چي هېواد یې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تقویې ته ارزښت ورکوي او فکر کوي چې دغه ځواک کولای شي د سولې له راتګ سره مرسته وکړي.

د سینګ په خبره، په سیمه کي تازه راټوکېدلي امنیتي ګواښونه د اندېښنې وړ دي، خو هیله لري چي له یادو ګواښونو سره پر وخت مبارزه وشي او نور سرخوږی جوړ نه کړي.

د اجرايي رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله تېره ورځ د شانګهای سازمان د لومړيو وزیرانو د غونډي په څنډه کي د روسیې له لومړي وزیر دیمیتري مدیدوف سره هم ولیدل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالله په دې کتنه کې هيله څرګنده کړې چې په پرمختيايي او اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پراخې شي.

هغه ويلي چې دواړه هېوادونه یو شمېر ګډ ګواښونه هم لري او اړتیا ده چې له دغو ګواښونو سره په ګډه او همغږۍ مبارزه وشي.

د ده په خبره، د ګډو ستونزو تر څنګ افغانستان او فدراتیفه روسیه کافي فرصتونه هم لري او اړينه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه له دغو فرصتونو لازمه ګټه هم پورته کړي.

د روسیې لومړي وزیر افغانستان د روسیې ښه ګاونډی او په تېرو کلونو کې یو ستراتیژیک ملګری بللى او زیاته یې کړه چې هېواد يې د دې ملګرتیا پراختيا ته لپاره لېوال دی.

هغه زیاته کړه چې دوی غواړي له افغانستان سره پر نوو اقتصادي فرصتونو هم کار وکړي او ځانونه ډاډه کړي چې له دغو فرصتونو له اړتیا سره سمه ګټه اخیستل کېږي.

د ده په خبره، روسیه هیله لري له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې خپلط اړیکې ښې او پر بېلابېلو لاسته راوړنو او فرصتونو دوه اړخیزې خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې عبدالله او دیمیتري مدیدوف له ترهګرۍ سره د پياوړې مبارزې او په دې برخه کي د سیمې د هېوادونو د همکاريو پر جلب هم خبرې وکړې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement