د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په موخه پر واټونو پلى تګ وشو

بلخ کې د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په موخه پر واټونو پلى تګ وشو

Jan 19, 2016 - 14:34

مزارشريف (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۴) :د مزارشريف لسګونو ځوانانو د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په موخه پر واټونو پلى تګ وکړ.

دوی د روغتيايي چارو له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د سرطان پر وړاندې مبارزه دې يواځې شعار پورې تړلې نه پرېږدي؛ بلکې عملي چارې دې هم ترسره کړي.

خو د بلخ ولايت ډاکټران وايي چې په دغه ولايت کې د سرطان ناروغۍ د ځينو بڼو د تشخص اسانتياوې شته؛ خو د درملنې امکانات يې خورا کم دی.

د نړيوالو رضاکارانو( Global Volunteer ) ټولنې لخوا د مرغومي په ۲۹مه، د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار د سلطان رضيه لېسې پر واټ لسګونو ځوانانو د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې لپاره پلی تګ وکړ.

د يادې ټولنې مرستيال ډاکټر رشاد عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  ځوانانو پلی تګ د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په موخه تر سره کړ.

د هغه په وينا، ډېری ځوانانو د سګرټو، دخانياتو او قيلون په څکلو روږدي وي، چې د سرطان ناروغي د پيدا کېدو عمده لارې بلل کېږي.

ډاکټر رشاد وويل، دوی پيغام ورکړچې خلک بايد د سپورټ برخې ته پام وکړی، چې له ناروغيو سره د مبارزې له ټولو اسانه او وړ لاره ده.

د مزارشريف اوسېدونکي ځوان سلطان عزيزي، چې په دغه پلي تګ کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې د ورته هڅو له لارې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې عامه پوهاوی ښه رامنځ ته کېږي.

خو نوموړي زياته کړه، چې د روغتيايي چارو مسوولين بايد د سرطان ناروغي پر وړاندې عملي چارې هم تر سره کړي.

د هغه په وينا، که چېرې عامو خلکو ته په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو د لارو چارو په اړه پوره معلومات ورکړل شي؛ نو خلک به يې د مرګ له وېرې هم عملي کړي.

په مزارشريف ښار کې د شخصي کتنځي مسوول ډاکټر محمد شفيق پژواک ته وويل، چې په بلخ ولايت کې د وروستيو روغتيايي چارو بدلونو له امله د سرطان ناروغۍ د ځينو بڼو د تشخيص اسانتياوې پيدا شوې دي.

نوموړي د بېلګې په توګه د وينې، د سږو، د خېټې، د ښځو د سينو د سرطان د تشخيص د اسانتياوو د شتون يادونه وکړه.

خو د هغه په وينا، لا هم په لويه کچه په بلخ کې د سرطان ناروغۍ د درملنې اسانتياوې خورا کمې دي.

ډاکټر محمد شفيق وويل،چې د سرطان ځينې ناروغۍ د هډوکو پيوند کولو او ځينې د شعاع له لارې درمليزو چارو ته اړتيا لري، چې په بلخ کې دغه ډول طبي اسانتياوې لا هم کمې او يا نشته دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement