د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر پوهنتون، روغتون او ځينو ښوونځيو ته به د انټرنيټ اسانتيا برابره شي

د لوګر پوهنتون، روغتون او ځينو ښوونځيو ته به د انټرنيټ اسانتيا برابره شي

Feb 09, 2016 - 16:00

پل علم(پژواک،٢٠سلواغه٩٤): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير وايي چې ډير ژر به د لوګر ولايت پوهنتون، مرکزي روغتون او ځينو ښوونځيو ته د انټرنيټ اسانتياوې برابرې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير عبدالرزاق وحيدي د سلواغې په ٢٠ مه په لوګر ولايت کې خبريالانو ته وويل چې ډير ژر به د نوري فايبر شبکه له کابل څخه لوګر ته وغځول شي.

ده وويل چې د دې شبکې په فعاليدو سره به د لوګر ولايت پوهنتون، مرکزي روغتون او پل علم کې څو ښوونځيو ته په وړيا ډول انټرنيټ ورکړل شي.

هغه زياته کړه: (( زه پلان لرم چې وروسته دغه پروسه بيا ولسواليو ته هم وغځوم.))

وحيدي په لوګر ولايت کې يوه پوست خونه هم پرانيستله.

ده وويل چې دغه پوست خونه په دوه پوړونو کې په بنسټيز ډول جوړه شوې چې لس خونې او نور ملحقات لري.

وزير وايي چې پر يادې پوست خونې نږدې ٧ ميليونه افغانۍ لګښت شوى او چارې يې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.

ده وويل: (( پلان لرم چې د دې پوست خونې په دويم پوړ کې د لوګر ځوانانو لپاره د انټرنيټ يو مرکز جوړکړم ترڅو په وړيا ډول له دې ځاى څخه معلومات ترلاسه کړي.))

دغه راز په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې د دغه ولايت ٨٥سلنه اوسېدونکي مخابراتي اسانتياوو ته لاس لري.

هغه وويل چې د انټرنيټ په فعاليدو سره به د دې ولايت د اوسېدونکو ډيرې انټرنېټې ستونزې هم هوارې شي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس سيدقريب الله سادات هم  وزير ته په ټينګار سره وويل چې هرڅه ژر په دغه ولايت کې انټرنېټې اسانتياوې برابر کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement