د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د باميانو په زندان کې يوه بندي ځان زندۍ کړ

د باميانو په زندان کې يوه بندي ځان زندۍ کړ

Apr 06, 2016 - 14:25

باميان (پژواک، ١٨ ورى ١٣٩٥): د باميانو په زندان کې پر شل کاله بند محکوم شوي بندي خپل ځان زندۍ کړى، بلخوا په دغه ولايت کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ مړى وموندل شو.

د باميانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمدعلي لکزي نن (د وري ١٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد بندي خالقداد نومېږي او پرون يې ځان په زندان کې زندۍ کړى دى.

هغه زياته کړه چې دا بندي د يوې اته کسيزې ترهګرې ډلې د غړيتوب په تور د هغه ولايت د محکمې له لارې پر شل کاله بند محکوم شوى و.

لکزي زياته کړه چې په دې اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه د بندي د وژنې څرنګوالى او انګېزه نه ده څرګنده شوې.

سرچينې زياته کړه چې اوسمهال د باميانو په زندان کې شاوخوا سل کسان د شپږو ښځو په ګډون په بېلابېلو جرمونو بنديان دي.

بلخوا د يوې اتلس کلنې نجلۍ مړى چې دوې ورځې وړاندې د يکاولنګ ولسوالۍ د جوشنګ سريقل په سيمه کې تر واورې لاندې شوې وه، نن ترلاسه شو.

د باميانو له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمدرضا رفعت پژواک ته وويل، دا چې د واورې ښويېدنې لوړوالى څه باندې ٤٠ متره و، د دغه رياست موظفين وتوانېدل چې د نجلۍ مړى په درېيو ورځو کې د دوو سکواټرونو په مرسته پيدا او خپلې کورنۍ ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په مخکې کلونو کې هم د واورې ښويېدنې پېښو انساني مرګ ژوبلې رامنځته کړې او په دغه کلي کې په وروستۍ واوره ښويېدنه کې يو کس له منځه تللى او د استوګنې اته کورونه يې ويجاړ کړي دي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement