د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميانو کې وروستيو سېلابونو پنځه کسان مړه کړي

پېښې

ارشيف

باميانو کې وروستيو سېلابونو پنځه کسان مړه کړي

Apr 20, 2016 - 12:02

باميان (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د باميانو  ځايي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله پنځه کسه مړه شوى، لسګونه څاروي له منځه تللي او د استوګنې نږدې ٣٥٠ کورونه ويجاړ شوي دي.

د باميانو له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې مشر احمد ضيا رفعت پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه ترسره شوې ارزونې څرګندوي چې څلور کسه د سېلابونو له امله په ورث او پنجاب ولسوالۍ کې مړه شوي او يو کس د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله له منځه تللى دى.

هغه زياته کړه چې د دغو سېلابونو له امله د استوګنې ١٨٤ کورونه په بشپړ ډول وران شوي او ١٦٦ نور يو څه ويجاړ شوي دي، د دې تر څنګ لسګونه څاروي هم له منځه تللي.

د باميانو له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې مشر وويل چې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه کيلومتره سړک هم د سېلابونو له امله ويجاړ شوی او ګڼې بې مېوې ونې پرې شوې دي.

رفعت زياته کړه چې د باميانو لرې پرتو سيمو ته د سيلابونو د راوتلو په سبب د اوښتو زيانونو د څېړنې لپاره د ولايت مقام پلاوى استول شوى او ښايي چې زيانونه له دې هم زيات وي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement