د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميانو کې د ښوونکو له کمښته زده کوونکي ښوونځي پرېږدي

باميانو کې د ښوونکو له کمښته زده کوونکي ښوونځي پرېږدي

Apr 26, 2016 - 15:38

باميان (پژواک، ٧ غويى ٩٥): به باميانو کې د ښوونکو د تشکيل کمښت د دغه ولايت د پوهنې نظام له جدي ننګونو سره مخ کړى او د دې وېره شته چې ګڼ شمېر زده کوونکي به د درس او ښوونکي د نشتوالي په سبب زده کړې برېږدي.

اوسمهال په باميانو کې ٣٣٨ ښوونځي فعال دي چې ٥٩ يې لومړني ښوونځي، ١٤٣ منځني ښوونځي او ١٣٦ لېسې دي. په يادو ښوونځيو کې ٧٣٠٢٠ هلکان او ٦٣٢٣٥ نجونې په زده کړو بوختې دي چې د ښوونې چارې يې ٣٣٣٣ ښوونکي مخته وړي چې ٨٠٥  يې ښځينه ښوونکې دي.

خو د باميانو د پوهنې رياست وايي چې د باميانو د ښوونکو تشکيل د ښوونکو اړتيا نه پوره کوي او نږدې ٢٣٨٠ نورو ښوونکو ته اړتيا ده، خو په دې برخه کې له زياتو شکايتونو سربېره هم د ښوونکو د کمښت ستونزه پر خپل ځاى پاتې ده او هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.

د باميانو د پوهنې رياست سرپرست محمد ايوب اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال شاوخوا ٣٥٠٠ ښوونکو د حق الزحمې په بدل کې په ښوونځيو کې وګومارل شول، خو د يوه کال د تنخواوو د نه ورکولو په سبب يې له درس ورکولو ډډه کړې.

هغه زياته کړه: ((دا ستونزو مو څو ځله د پوهنې وزارت او باميانو له ځايي ادارې سره شريکه کړې، خو لا هم په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې او موږ اندېښمن يو چې که وضعيت همداسې وي، ګڼ شمېر زده کوونکي د درس د نشتوالي په سبب له لاسه ورکړو، کله چې په ښوونځي کې درس نه وي، زده کوونکي هم اړ کېږي چې له زده کړې سره مخه ښه وکړي.))

اميري د دې پخلى وکړ چې د ښوونکو کمښت د زده کوونکو تدريسي بهير ته سخت زيان اړولى دى.

د سکينې په نوم يوې اجيزې ښوونکې وويل چې د حق الزحمې ښوونکو ٩ مياشتې درس ورکړ، خو په پاى کې يې د يوې مياشتې تنخوا هم ورنه کړل شوه، ښوونځو څو ځله اعتراض وکړ، خو پايله يې نه درلوده.

هغې زياته کړه: ((د ښوونکو د تنخوا نه ورکول، د حکومت لپاره کوم امتياز  نه، بلکې د معارف د زده کوونکو په حق کې خيانت دى چې په پايله کې يې سږ کال د باميانو د ښوونځيو زده کوونکي بې ښوونکي پاتې شول.))

د باميانو د مرکز د يوه ښوونځي د لسم ټولګې زده کوونکې سليمې وويل: ((سهار مهال ښوونځي ته راځو، يو يا دوه ساعته درس راته وايي، يو شمېر مضامين مو ښوونکي نه لري او پاتې ساعتونه مو بې درسه تېرېږي.))

نوموړې زياته کړه چې د ښوونکو د کمښت ستونزه دې ډېر ژر حل شي، څو د زده کوونکو وخت بې ځايه تېر نه شي.

د باميانو په مرکز کې د ١٢ ټولګي يوه زده کوونکي عبدالاحمد پژواک ته وويل چې زموږ د زياتو کتابونو ښوونځي مشخص نه دي، يو ښوونکى يواځې د زده کوونکو د ساتلو لپاره د څو مضامينو تدريس کوي.

هغه د پوهنې له رياست وغوښتل چې د هر مضمون لپاره ځانګړى استاد وګوماري، له دې پرته په اوسني ډول تدريس کول ګټور نه دى او د روان کال په کانکور کې ناکام پاتې شي.

هغه زياته کړه: ((زموږ پنځه درسي مضامين استادان نه لري، د ښوونځي مدير د نن او سبا وعدې ورکوي، خو يوه مياشت کېږي چې دا ستونزه نه ده حل شوې.))

د يکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکي حسين علي وويل که چېرته په ښوونځيو کې ميز، څوکۍ او درس نه وي، نو د زده کوونکي ورتګ بې ځايه کار دى.

د باميانو يوه فرهنګي محمد دانشجو، په دغه ولايت کې ښوونيزو ستونزو ته په اشارې سره وويل چې دولت د هېواد د اساسي قانون مطابق مکلف دى چې وګړو ته تر ليسانس درجې پورې د تحصيل زمينه مساعده کړي، خو کله چې ورباندې عمل نه شي کولى، نو د پوهنې د زده کوونکو په حق کې جفا کوي.

هغه زياته کړه چې د باميانو د پوهنې ستونزې له هېچا هم پټې نه دي او ټول پوهېږي چې د ښوونکي په نشتون کې ښوونځي ته د زده کوونکو تګ بې ځايه دى او د پوهنې وزارت بايد دا ستونزه حل کړي.

په ورته وخت کې د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدى په باميانو کې د ښوونکو کمښت يوه جدي ستونزه وبلله او وويل: ((موږ په څو ځله دا ستونزه له پوهنې او ماليې وزارتونو سره مطرح کړې او د اجيرو ښوونکو د تنخواګانو د ورکړې په برخه کې مو خبرې کړې، خو سره ددې چې ژمنه يې کړې، تر اوسه يې دا ستونزه نه ده حل شوې.))

احمدي هم وويل، که چېرته دا ستونزه حل نه شي، د باميانو د پوهنې نظام ته به سخت ګوزار ورکړي او سږ کال به  ګڼ زده کوونکي د سواد له نعمت نه محروم شي.

خو د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرداد، د دې ستونزو او ښوونکو د کمښت ستونزو د پخلي تر څنګ وويل چې اوسمهال د ١٢زره خالي بستونو لپاره ازموينې روانې دي چې د پروسې په پاى ته رسېدو سره به د ښوونکو د کمښت ستونزه تر يوې کچې حل شي.

نوموړي څرګنده کړه چې د ١٢ خالي بستونو د ازموينې له بشپړتيا وروسته ارګ او ماليې وزارت ژمنه کړې چې نورو بستونه هم د پوهنې وزارت په واک کې ورکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement