د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د راغستان لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

د راغستان لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

May 02, 2016 - 13:58

کابل (پژواک،١٣ثور٩٥): ولسوال نامنهاد طالبان براى ولسوالى راغستان بدخشان، در انفجار ماين خودش کشته شد و از دو رويداد تخريبى در ولايت غزنى جلوگيرى به عمل آمد.

سمونوال سخى حيدرى آم

کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): د بدخشان د راغستان لپاره د طالبانو ولسوال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی، بلخوا په غزني ولايت کې د دوو چاودنو مخنيوى وشو.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې مولوي نجيب الله پرون ماښام غوښتل چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته ماين خښ کړي چې پرې چاودلی دی.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه د مولوي نجیب د وژل کېدو تر څنګ نهو نورو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بدخشان د راغستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال والي مولوي سميع انقلابي هم له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوى و.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د طالبانو يو کليدي کس قاري زبير چې د بدخشان په ګڼو ترهګريزو بريدونو کې يې فعاله ونډه درلوده، پرون مازديګر د ملي پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د راغستان ولسوالۍ په غوريله بند کلي کې ووژل شو.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې درې نور طالبان ژوبل شوي او يوه اندازه مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي، خو ملي پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.

د کورنيو چارو وزارت په خبره، ملي پوليسو په غزني ولايت کې هم د دوو تخريبي پېښو مخنيوى کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې يو ريموت کنټرول ماين د طالبانو له خوا د غزني ښار د دويمې حوزې اړوند په قرضداران سيمه کې په يوه قبر کې تازه ځاى پر ځاى شوى و چې نن سهار د ملي پوليسو له خوا د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ شو.

بل ماين د خواجه عمري ولسوالۍ په کشک کلي کې ځاى پر ځاى شوى و چې له منځه يو وړل شو.

ر امنيت قوماندانى امنيه بدخشان، به آژانس خبرى پژواک گفت که مولوى نجيب الله، شام روز گذشته هنگاميکه ميخواست در ولسوالى راغستان بدخشان در مسير راه نيروهاى امنيتى ماين جاسازى کند، در انفجار اين ماين کشته شد.

وى علاوه کردکه دراين رويداد ٩ طالب ديگر نيز کشته و زخمى شده اند.

اين درحالى است که روز گذشته، مولوى سميع انقلابى معاون  ولسوال نامنهاد طالبان براى ولسوالى راغستان بدخشان نيز در درگيرى رويارو با نيروهاى امنيتى کشته شده بود.

همچنان درخبرنامه وزارت داخله گفته شده که قاری زبير، يکتن از افراد کليدی طالبان که در اکثر حملات تروريستی درمربوطات ولايت بدخشان سهم فعال داشت، عصر ديروز در يک عمليات ويژه نيروهای پوليس ملی در روستای بند غوريله ولسوالی راغستان ولايت بدخشان کشته شد.

منبع افزوده است که در اين عمليات، سه طالب  ديگر زخم برداشته و مقداری جنگ افزار نيز به دست نيروهای پوليس ملی افتاده و به نيروهای پوليس ملی وغير نظاميان آسيبی نرسيده است.

به گفتۀ وزارت داخله، پوليس ملى از دو رويداد ديگر تخريبى در ولايت غزنى نيز جلوگيرى کرده است.

منبع افزوده است يک ماين ريموت کنترول که از سوی طالبان، به تازه گی در منطقه قرضداران مربوط حوزه دوم امنيتی شهر غزنی در يک گورستان جابجا شده بود، صبح امروز توسط نيروهای پوليس ملی به همکاری مردم کشف و خنثی گرديد و يک ماين ديگر که در روستای کشک ولسوالی خواجه عمری اين ولايت  جاسازی شده بود نيز از بين برده شد.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement