د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سېلابونو له امله د فيض اباد-تخار لويه لار تړل شوې

پېښې

آرشيف

د سېلابونو له امله د فيض اباد-تخار لويه لار تړل شوې

May 04, 2016 - 17:53

فيض اباد (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): د فيض اباد-تخار لويه لار د سېلابونو د راوتلو له امله له پرون راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

 د بدخشان ولايت د فوايد عامې رييس انجنير عبدالغني وويل، چې دغه سېلابونه پرون د سبزي بهار، قره کمر، کزرها او صمدي په سيمو کې راوتلي، چې له امله يې د فيض اباد-تخار لويه لار تړل شوې ده.

 هغه زياته کړه: "دومره سېلاب راوتلى چې د يادې لويې لارې پاکول د دغه رياست له وسايطو او امکاناتو پورته خبره ده، د ولايت له مقام، د GRC سرک جوړونې له شرکت او له نورو ارګانونو مو مرسته غوښتې، څو خپل انجنيري وسايط زموږ په واک کې راکړي، څو دغه لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه کړو."

 د فوايد عامې رييس په وينا، اوسمهال د دغه سړک ١٥ برخې د سېلابونو راوتلو له امله ويجاړې شوې او د دې امکان شته چې دغه برخې به له دوه تر دريو ورځو پورې پاکې شي، ځکه د راغلو خټو او ډبرو حجم زيات دى او پاکول يې ډېرې مودې ته اړتيا لري.

 هغه زياته کړه، چې د ترسره شوو سروې ګانو له مخې د يادې لارې په اوږدو کې ٤٦ سيمو ته زيان اوښتى چې دغه سړک له درو تېريږي او له همدې سيمو سېلابونو راوځي، که چېرې د ياد سړک لوري ته بدلون ورنه کړل شي او يا دغه سړک په اساسي ډول ترميم نه شي نو په راتلونکي کې به هم ډېرې ستونزې راولاړې کړي.

د فيض اباد-تخار لويې لارې  يوه موټر چلوونکي عبيدالله وويل: " پرون مې له فيض اباد څخه تخار ته د تلو نېت درلود، چې د لارې په اوږدو کې سخت سېلاب راووت، چې د پوليسو يو رينجر موټر له وسلو او مهماتو سره يو ځاى ګير پاتې و، چې په ډېرې سختۍ سره مو وژغوره."

نوموړي له سيمه ييز حکومت وغوښتل چې دغه لويه لار بايد ژر تر ژره پاکه کړي، څو د خلکو د تګ راتګ ستونزه حل شي.

 د بدخشان ولايت اوسېدونکي وايي، چې له يادې لارې هره ورځ لسګونه موټر  تګ راتګ کوي او د بدخشان د مرکز او ٢٧ ولسواليو خوراکي او غيرخوراکي توکي له همدې لارې څخه اکمال کېږي او اوس هم د يادې لارې دواړو غاړو ته لسګونه موټر ولاړ دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement