د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې د بهرنيو جګړه مارو کورنۍ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين د ورکولو مخنيوى کوي

بدخشان کې د بهرنيو جګړه مارو کورنۍ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين د ورکولو مخنيوى کوي

May 17, 2016 - 14:02

 فيض اباد ښار(پژواک، ٢٨ غويى ٩٥): د بدخشان چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې لسګونه بهرني جنګيالي فعال دي او د دې اجازه نه ورکوي چې ماشومانو ته يې د پوليو واکسين ورکړل شي.

د بدخشان دعامې روغتيا مشر ډاکټر نور محمد خاوري د ګوزڼ واکسين د  دري ورځني کمپاين د پيل مراسمو ته په خبرو کې وويل چې د معلوماتو له مخې د جرم ولسوالۍ په خُستک سيمه کې د بهرنيو جګړه مارو ٢٠ کورنۍ ځاى پر ځاى شوې دي.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې په ياده سيمه سربېره په يمګان ولسوالۍ کې هم د بهرنيو وګړو تګ راتګ ددې سبب شوى چې له پاکستان نه د پوليو يا ګوزڼ ناروغي د بدخشان سرحدي سيمو ته ولېږدول شي.

د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مسوول ډاکټر سيدفاروق نصر وويل چې د پوليو واکسين کمپاين په بدخشان کې د درېيو ورځو لپاره دوام لري چې په ترڅ کې به يې له پنځو کلونو ښکته ٢٥٥ زره ماشومان د ٢ زره روغتيايي کار کوونکو او رضاکارانو لخوا په ټول ولايت کې واکسين شي.

هغه زياته کړه چې د جرم او يمګان ولسواليو په ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين د عملي کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

خو د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري وويل چې پوليو د ګوزڼ واکيسن په پلي کېدو کې همکاري کوي.

نوموړي زياته کړه چې ددې ولايت په نا امنو سيمو کې د پوليو کمپاين پر وړاندې د ستونزو لرې کولو لپاره پوځي عمليات تر سره کوي.

د ويلو ده چې د بدخشان ولايت د يمګان او وردوج ولسوالۍ په بشپړ ډول او د جرم ولسوالۍ ځينې سيمې د طالبانو په واک کې دي. ددې ترڅنګ په ياد ولايت کې د بهرنيو جنګياليو د شتون او فعاليت راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement