د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د باميانو پوهنې رياست ١٨ کارکوونکي پر حبس او نغدي جريمو محکوم شول

د باميانو پوهنې رياست ١٨ کارکوونکي پر حبس او نغدي جريمو محکوم شول

May 25, 2016 - 17:22

باميان (پژواک، ٥ غبرګولی ٩٥): د باميانو ولايت ښاري ابتدايي محکمې، د دوو رييسانو په ګډون د دغه ولايت د پوهنې رياست ١٨ پخواني کارکوونکي له درېيو تر شپږو کلونو  پر حبس او نغدي جريمو محکوم کړل.

ياد ١٨تنه د تقاعد شوو ښوونکو د لسګونو ميليونه افغانيو اختلاس او له وظيفوي واکونو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې په تور، د تېر کال مرغومي مياشت کې څارنوالۍ ته معرفي کړي وو، د دغو کسانو محکمه نن په باميانو کې ترسره شوه.

د باميانو ولايت ښاري محکمې قضايي پلاوي، نن ياد کسان پر حبس او نغدي جريمو محکوم کړل.

د محکمې له حکم سره سم؛ د باميانو پوهنې رياست پخوانى مشرمحمد رضا اداء د شپږو کلونو پر حبس او ٨،٩ ميليونه افغانيو نغدي جريمې؛ د پوهنې پخوانى مشر محمد علي واثق او د دايکنډ‌ي د پوهنې اوسنې مشر پر درېيو کلونو حبس او ٣،٣ ميليونه افغانيو نغدي جريمه او سلطان د شيبر ولسوالۍ د پوهنې مشر پر شپږو کلنو حبس او ٧،٧ ميليونه افغانيو مجازاتو محکوم کړل.

همداراز د ورس ولسوالۍ پوهنې امر حسين علي د درېيو کلونو په حبس او ٣،٩ ميليونه افغانيو نغدي جريمه؛ اداري مرستيال غلام حسين شريفي په ٤٠ زرو افغانيو نغدي جريمه؛ د بشري منابعو مدير مير حسين پر دوو کلنو حبس؛ د استخدام کارکوونکى بسم الله په ١٠٠٠٠ افغانيو نغدي جريمه او د سوانحو مدير محمد شريف د اوو مياشتو پر حبس محکوم شوي دي.

د يادې محکمې له حکم سره سم؛ د کهمرد ولسوالۍ د پوهنې امر غلام دستګير، د پنجاب ولسوالۍ د پوهنې امر سيد جواد، قراردادي ښوونکى ابراهيم، عبدالاحمد، ظاهر، محرم، عبدالغني، سيدمحمود، حاجي عزيز او رحمت الله د باميانو پوهنې رياست ښوونکي او کارکوونکي دي چې پر لنډمهالي حبس او نغدي جريمو محکوم شوي دي.

د باميانو والي محمدطاهر زهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت سيمه ييزه اداره د فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې جدي عمل کوي، عدلي او قضايي ارګانونه به د هغو کسانو دوسيې چې په فساد اخته وي او هر موقف کې وي، په کره توګه وڅېړي.

پژواک هڅه وکړه څو د يادو کسانو نظرونه له ځان سره ولري؛ خو د امنيتي مسوولينو او محاکمو له لوري هغوى ته د خبرو کولو موکه ور نه کړل شوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement