د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نا امنيو په بدخشان کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا مخه نيولې

نا امنيو په بدخشان کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا مخه نيولې

Jun 13, 2016 - 15:29

فيض اباد  (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٥): د بدخشان د عامې روغتيا مشر وايي چې په دغه ولايت کې ٨٠ سلنه خلک روغتيايي بنسټيزو خدمتونو ته لاسرسی لري، خو لا هم د ولايت په لسو ولسواليو کې د نا امنۍ او نښلوونکو لارو د نشتوالي په سبب د ر وغتيايي خدمتونو وړاندې کول له جدي ستونزو سره مخ دي.

د بدخشان د عامې روغتيا مشر ډاکټر نورمحمد خاوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې روغتوني روغتيايي خدمتونو ته د بدخشان د خلکو لاسرسى ٤٠ سلنه دى او د کلينيکي بنسټيزو روغتيايي خدمتونو کچه ٨٠ سلنه ده.

هغه زياته کړه چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې شمېره د ٢٠٠٢ کال په پرتله چې د زېږون په سل زره پېښو کې ٦٥٠٠ تنه وه، اوسمهال ٣٢٧ تنو ته راټيټه شوې ده.

هغه همدارنګه وويل چې د نوو زېږېدلو ماشومانو په ګډون د ماشومانو مړينه په سلو زرو کسانو کې ٩٧ کسه ده، خو په ژوندي زېږون کې په لومړۍ مياشت کې د سل زرو کسانو له منځه ٤٠ ماشومان خپل ژوند له لاس ورکوي.

خاوري زياته کړه: ((زموږ عمده ننګونې په لرو پرتو سيمو او سرحدي ولسواليو کې ميندو او ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو د نه رسولو په  برخه کې دي، ځکه چې هلته په جامع روغتيايي مرکزونو کې ولادي او نسايي متخصصان نه شته او د ولسوالۍ په روغتونونو کې د متخصصينو شمېره کمه ده، د ښځينه ډاکټرانو په ګومارلو کې له ستونزو سره مخ يو.))

هغه زياته کړه چې متخصصين د لرو پرتو سيمو لپاره له يوې خوا لوړه تنخوا غواړي او بلخوا تر ټولو ستونزمنه موضوع د امنيت نشتوالى دى.

هغه وويل چې ښځينه متخصصين پيدا کېږي، خو د نا امنۍ په سبب نه غواړي چې لرې پرتو سيمو ته ولاړې شي.

هغه زياته کړه:((له دې  ولسواليو د نسي، مايمي، شکي، کوفاف اوو خواهان غرنۍ ولسوالۍ د هېواد له نورو برخو سره نښلونکې لارې نه لري، يواځينۍ د اړيکو لار يې د تاجکستان ويزې د اخيستلو  سره  برابرېږي، ددې سيمو اوسېدونکي اړ دي چې له نورو ولسواليو نه د تاجکستان خاورې له لارې خپلو کورونو ته سفر وکړي او موږ هم د درملو او طبي توکو د اکمال په برخه کې د تاجکستان له ويزې کار اخلو.))

هغه زياته کړه چې په ځينو حالاتو کې تاجکستان په وخت سره د ويزې له ورکړې ډډه کوي چې دا خپله د عامې روغتيا رياست د پروګرامونو پر وړاندې يوه بله عمده ستونزه ده.

د بدخشان دعامې روغتيا رييس له وسله والو مخالفينو هم غوښتل چې د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې دې خنډ نه جوړوي.

د خواهان ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي جلال الدين وويل چې خلک د ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې حتى ٢٠ سلنه روغتيايي خدمتونو ته هم لاسرسى نه لري او د سړک د نشتوالي په سبب خپل ناروغان د ولسوالۍ د مرکز روغتيايي کلينيک ته نه شي رسولى.

هغه زياته کړه:"په ژمي کې هره خوا د واور ورښت پيلېږي، له ولسواليو سره نښلېدونکې لارې د شپږو مياشتو لپاره تړلې وي، د خواهان کلينيک هم دوه يادرې قلمه درمل وي، زيات ناروغان اړ کېږي چې د امو سيند د پول له لارې د درملنې لپاره تاجکستان ته لاړ شي،خو له بده مرغه چې دا پول هم په دې وروستيو کې د نا امنيو په سبب د ترافيکو پر مخ تړل شوى دى."

د بدخشان ولايتي شورا د روغتيايي کمېټې غړي محبوب الرحمن طلعت وويل چې دې شورا د فيض ښار ولايتي روغتون نه د څارنې په ترڅ کې موندلې چې داخل بستر ناروغانو ته يواځې يو قلم درمل له روغتون ورکول کېږي او پاتې نور درمل پېري چې دا د بې وزله ناروغانو لپاره يوه ستره ستونزه ده.

د بدخشان د مدني ټولنې فعال غلام محمد اتشپور وويل چې د نا معياري روغتيايي خدمتونو په برخه کې د چارواکو پاملرنه نه کول ددې سبب شوي چې له بدخشان نه بهر ته د درملنې لپاره تلونکي ناروغان  هر کال ١٨٠ميليونه ډالر هم له ځان سره ولېږدوي.

هغه زياته کړه :((سوداګر هم له پاکستان او ايران نه بې کيفيته درمل واردوي چې دا خپله يوه جدي ستونزه ده او په دې برخه کې بايد جدي پاملرنه وشي.))

د بدخشان د عامې روغتيا رياست مرستيالې ثريا يفتلي هم د روغتيايي برخې د ستونزو پخلى وکړ او ويې ويل چې د نسايي ولادي ٣٥ بستريز روغتون په ٢٤ ساعتونو کې څه باندې ٧٠ مراجعين لري.

هغه څرګنده کړه چې دا ستونزه يې له پوهنې وزارت سره شريکه کړې، څو ددې روغتونونو  بسترونه زيات شي، خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement