د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګې د ټاکنيزو اصلاحاتو تقنيني فرمان رد کړ

ولسي جرګې د ټاکنيزو اصلاحاتو تقنيني فرمان رد کړ

Jun 13, 2016 - 11:18

کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ۹۵): ولسي جرګې د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، واکونو او دندو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د رايو په اکثريت رد کړ.

د اساسي قانون په ٧٩مه ماده کې راغلي: "حکومت کولى شي د ولسي جرګې د تعطيل په حالت کې له بوديجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب کړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشېح وروسته د قانون حکم پيدا کوي. ت

تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د ٣٠ ورځو په اوږدو کې هغې ته وړاندې شي. او که د ملي شورا له خوا رد شي اعتبار نه لري."

په ټاکنيز نظام کې اصلاحات د ملي يووالي حکومت د جوړېدو د سياسي هوکړې يوه برخه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني همدې هوکړې ته په پام تېر کال د چنګاښ په مياشت کې د ملي شورا د دوبي رخصتيو پر مهال د ټاکنيزو اصلاحاتو په موخه لومړنی فرمان صادر کړ، خو د ملي شورا له خوا رد شو.

ولسمشر تېر کال په کب مياشتې کې د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو پر مهال په دې اړه بل فرمان صادر کړ.

دغه فرمان د ولسي جرګې د کمېسيونونو له خوا تر بحث وروسته نن د يادې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د يادې جرګې غړي شريفي بلخابي وويل چې د کمېسيونونو په ګډه ناسته کې نهو کمېسيونونو دغه فرمان رد کړ او شپږو کمېسيونونو يې په اړه تعديلي او تاييدي نظرونه لرل.

دى وايي چې د ولسي جرګې غړو عبدالستار خواصي او حفيظ منصور وويل چې پر اساسي قانون د څار له کمېسيون څخه دې په دې اړه وضاحت وغوښتل شي.

د ځينو کمېسيونونو راپور ورکوونکو وويل، فرمان ځکه بايد تاييد شي چې د حکومت د مشرانو تر منځ د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه بېلابېل دريځونه پاى ته ورسېږي، د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي، د ځنډ پړه يې پر ولسي جرګه وانه چول شي او د ټاکنو د ځنډ له امله افغانستان د نړۍ والې ټولنې له بې باورۍ سره مخ نه شي.

عبدالقادر ځاځي چې د نړيوالو چارو کمېسيون په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل دغه فرمان ځکه بايد رد شي چې ناقانونه دى.

د ده په وينا، د اساسي قانون د ٧٩مې مادې له مخې بايد تقنيني فرمان په بېړني حالت کې صادر شي، خو په دې برخه کې هېڅ بېړنى حالت نه تر سترګو کېږي.

حفيظ الله منصور د تفتيش کمېسيون په استازيتوب وويل چې د فرمان ردول په حقيقت کې له ډيموکراسۍ سره مخالفت دى، خو که څوک اندېښنه لري چې د فرمان په تاييد سره به ولسمشر او د حکومت اجرايي رييس د ټاکنيزو کمېسيونونو د غړيتوب څوکۍ په خپلو کې سره ووېشي، نو کولاى شي چې په فرمان کې اړين تعديل راولي تر څو د حکومت مشران له ټاکنيزو اصلاحاتو ناسمه ګټه پورته نه شي کړى.

په پاى کې په غونډه کې له حاضرو ١٥٣ غړو څخه ١٢٦ تنو ياد فرمان ته د رد رايه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ځينو مدني ټولنو او سياسي ګوندونو له ولسي جرګې د ټاکنيز سمون په اړه د ولسمشر د تقنيني فرمان د تاييد غوښتنه کړې وه او ويلي يې وو چې که دغه فرمان رد شي نو هېواد به له ناورين سره مخ شي.

دغه راز د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم د روانې غبرګولي مياشتې په ١٥مه د جرګې له غړو غوښتي و چې ياد فرمان ته د تاييد رايه ورکړي تر څو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې تر سره شي.

د اساسي قانون د ٨٣مې مادې له مخې، د ولسي جرګې ټاکنې بايد تېر کال د چنګاښ له مياشتې مخکې ترسره شوې واى، خو تر اوسه دا کار نه دى شوى او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د روان کال د تلې په ٢٤مه د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو ورځ اعلان کړې، خو تر اوسه ورته اړين تياري نه دي نيول شوي.

ولسمشر د يو فرمان له مخې، د ولسي جرګې د کار موده د ټاکنو د ترسره کېدو پورې غځولې ده.

د ولسواليو شوراګانو ټاکنې تر اوسه نه دي ترسره شوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement