د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د يوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول

په بدخشان کې د يوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول

Jun 20, 2016 - 15:12

فيض اباد ښار (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د بدخشان امنيتى چارواکي په دغه ولايت کې يوه کس د کورنيو اختلافاتو په سبب د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ په خرمني کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه: ((بريدګر غلام محمد نومېږي او اشکاشم ولسوالۍ د خرمني کلي اوسېدونى دى چې د اختلافاتو په پايله کې يې د يوې کورنۍ پنځه غړي دوه وروڼه او د هغوى درې زامن وژلي او خپله د پېښې له ځايه تښتېدلى دى.))

نوموړي وويل چې د دې قضيې په تړاو د بريدګر د پلار او ورور تر څنګ يو بل تورن هم نيول شوى دى.

حيدري ټينګار وکړ چې دغه کس د پوليسو تر تعقيب لاندې دى، څو هغه ونيسي او قانون ته يې و سپاري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement