د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بريتانيا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زياتوي

بريتانيا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زياتوي

Jul 09, 2016 - 15:10

وارسا(پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥) : بريتانيا اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر  زيات  کړي.

دغه هېواد اوسمهال د ناټو د روزنيز ماموريت په چوکاټ کې ٤٥٠ سرتېري لري چې په کابل او هلمند ولايتونو کې مېشت او د افغان ځواکونو د روزنې دنده پرمخ بيايي.

د بريتانيا د حکومت يوې سرچينې د چنګاښ په ١٩مه، رسنيو ته ويلي، ټاکل شوې چې لومړى وزير ډيوېډ کمرون په وارسا کې د ناټو د سرمشريزې غونډې پر مهال افغانستان ته د ٥٠ نورو سرتېرو لېږلو ا علان وکړي.

سرچينې زياته کړې چې نوي سرتېري به هم افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو دنده پرمخ وړي ، خو په جګړو کې به ونډه نه اخلي.

ټاکل شوې وه چې بريتانيا د روان زېږديز کال په پاى کې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه اوباسي، خو دا چې ناټو خپل د روزنې ماموريت د ٢٠١٧ کال تر پايه پورې وغځاوه، نو بريتانيا هم اوس خپل سرتېري تر يادې مودې پورې په افغانستان کې ساتي.

بلخوا د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمېرون د ناټو سرمشريزې غونډې په څنډه کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال له نورو هېوادونو هم غوښتي  چې له افغانستان سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

د يادونې ده چې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته امريکا پسې بريتانيا افغانستان ته ډير سرتېري ولېږل چې شاوخوا لس زره تنه وو، په تېرو ١٤ کلونو کې د بريتانيا شاوخوا ٤٦٠ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement