د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"هغه وزيران چې کمه پراختيايي بوديجه يې لګولې استيضاح به شي"

"هغه وزيران چې کمه پراختيايي بوديجه يې لګولې استيضاح به شي"

Jul 20, 2016 - 17:20

کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې دغه جرګه د ملي شورا د اوړي له رخصتيو وروسته د هغو وزيرانو په اړه چې کمه پراختيايي بوديجه يې لګولې؛ د استيضاح تصميم نيسي.

د ارګ د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، تېره شپه ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا له غړو سره ناسته درلوده او د شورا له غړو يې وغوښتل چې د بوديجې د معصول لګښت په موخه پر وزيرانو څارنه وکړي.

ولسمشر همدارنګه ويلي چې د يوه روښانه قرار داد له مخې هر وزارت چې خپله اتيا سلنه بوديجه يې نه وي لګولې، راتلونکى کال د زياتې بوديجې غوښتنه نه شي کولى.

د ولسی جرګې مرستيال منشي عرفان الله عرفان نن خبريالانو ته وويل چې ولسي جرګه د اوړي له رخصتيو وروسته د هغو ادارو په اړه چې پراختيايي بوديجه يې نه ده لګولې، تصميم نيسي.

د ملي شورا د اوړي يوه نيمه مياشتينۍ رخصتي د قانون له مخې د زمري په لومړۍ نېټه پيلېږي.

د ولسي جرګې د مالي او بوديجوي کمېسيون مشر اميرخان يار د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې تر اوسه زياتې ادارې نه دې توانېدلې چې له ٢٠ سلنې زياته براختيايي بوديجه ولګوي.

نوموړي د ولسمشر د تېرې شپې خبرو ته په اشارې سره  زياته کړه: ((ولسمشر وغوښتل، څو هغه وزيرصاحبان چې اتيا سلنه بوديجه يې نه ده لګولې، سلب اعتماد سره مخ شي، له موږ يې وغوښتل چې دغه وزيران استيضاح او سلب اعتماد کړو.))

د هغه په خبره، ممکن هغه وزيران استيضاح شي چې کمه بوديجه يې لګولې ده او که چېرته يې خبرې د ولسي جرګې د قناعت وړ نه ګرځېدې، د جرګې له خوا ترې د باور رايه اخيستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه په خبره، د پراختيايي بوديجي زياته برخه د کال په وروستۍ ربعه کې لګول کېږي؛ ځکه چې د پروژو زيات قسطونه د کال په وروستيو کې د حکومت له لوري ورکول کېږي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبدالقادر ځاځي وطندوست وويل: ((د هر وزارت وزير چې ونه شي کولى ٨٠ سلنه پراختيايي بوديجه مصرف کړي، سلب صلاحيت به شي.))

نوموړي زياته کړه چې ولسي جرګه د دوبنيو رخصتيو نه وروسته د هغو وزيرانو په اړه تصميم نيسي چې کمه پراختيايي بوديجه يې لګولې ده.

د اساسي قانون د ٩٢مې مادې پر بنسټ، ولسي جرګه د خپلو غړو په ٢٠ سلنې وړانديز سره کولى شي چې هر وزير استيضاح کړي.

د دې مادې په بل بند کې راغلي چې که چېرته وړاندې ګړې توضيح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د عدم اعتماد رايې موضوع څېړي.

د مادې له مخې، له وزير نه د باور رايې اخيستلو بهير بايد څرګند، مخامخ او د موجه دلايلو پر بنسټ ولاړ وي او دغه رايه د ولسي جرګې د ټولو غړو په اکثريت صادرېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement