د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نظرپوښتنه: زده کړې او چاپېریال د جندر د تساوي په برخه کې کليدي رول لرلای شي

نظرپوښتنه: زده کړې او چاپېریال د جندر د تساوي په برخه کې کليدي رول لرلای شي

Aug 23, 2016 - 15:14

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٥): يوه څېړنه ښيي چې د ښځو لپاره زده کړې او د نارينه وو لپاره د هغوى د استوګنې ځاى، ښايي په راتلونکي کې د ښځو د مشرۍ لپاره کليدي اهميت ولري.

د دې څېړنې پر بنسټ، امکان لري چې لوړې زده کړې په راتلونکي کې ښځې د رهبرۍ پوسټونو ته سوق کړي؛ ځکه خو د نارينه وو اخيستنې هم په ټولنه کې د ښځو د رول نه د تحصيل د کچې پر بنسټ اغېزمنې شي، خو دا مورد د افغانستان سيمو ته په پام سره توپير لري، ځکه چې ممکن نارينه د افغانستان په يوه برخه کې د ځينو نورو برخو په پرتله تر ډېره د مشرتابه په کچو کې د ښځو له رول د هغوى تحصيل ته په پام سره ملاتړ کوي.

د افغانستان د ارزونې او څېړنې واحد او د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د ٢٠١٥ زېږديز کال د جولاى له ٢٠مې د ٢٠١٦ کال تر جنوري مياشتې پورې په کابل، ننګرهار، تخار او باميانو کې ګډه مطالعه ترسره کړې. په دې څېړنه کې له ٢٠٠ ښځو او ٢٠٠ نارينه وو سره مرکې شوې دي.

دغه څېړنه چې د ((د جنسيتي نابرابرۍ بل مخ: نارينه او نارينتوب په افغانستان کې)) تر نامه لاندې ترسره شوې، له پوښتل شوو پوښتل شوي چې ايا دوى د نارينتوب له ٢٠ اړوندو مقولو له مفاهيمو، له برابرۍ سره د چلند طرز، قدرت او کنټرول او له تاوتريخوالي سره مواقف دي که نه؟

په دغه تحليل کې د پوښتل شوو د ځوابونو ليد لورى پر دې متمرکز دى چې د مشرتابه لپاره نارينه د ښځو په پرتله غوره دي.

د تحصيل د درجې پر بنسټ د نظريې توپيرونه

د دې موندنو له مخې، د نا تحصيل کړو کسانو په منځ کې نږدې ټول په ځانګړي ډول ښځې له نارينه وو سره د قدرت شتون ردوي، خو دا موضوع د تحصيل لرونکو په منځ کې برعکس ده؛ ځکه چې د تحصيل کړو ښځو درې برخې د نا تحصيل کړو ښځو په پرتله باور لري چې مشري دې له نارينه وو سره وي.

څېړنه څرګندوي چې له هرو لسو تحصيل کړو ښځو نه درې او له هرو لسو نا تحصيل کړو ښځو يوه يې د مشرۍ لپاره يواځې د نارينه وو وړتيا ردوي.

د يادونې ده، د هغو تحصيل لرونکو نارينه وو شمېر چې باور لري نارينه بايد مشري وکړي، د هغو نارينه وو په پرتله يو څه زيات دى چې تحصيل يې نه دى کړى.

د دې څېړنې د وړاندې کړو شمېرو پر بنسټ، دا نظريه چې قدرت بايد له نارينه وو سره وي، د تحصيل لرونکو افرادو په منځ کې کمه ده.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاده شهلا فريد وايي، څرګنده ده چې د زده کړې د کچې په لوړېدو سره د خلکو د پوهاوي کچه لوړېږي او په مشرتابه کې د ښځو د رول لپاره تر ډېره زمينه مساعدوي.

د هغې په خبره، په تېرو ١٤ کلونو کې په افغانستان کې د تحصيل کړو کسانو شمېر لوړ شوی او د دې ترڅنګ د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه هم لوړه شوې او دا چاره د دې سبب شوې چې اوسمهال خلک تر ډېره دا حقيقت درک کړي چې ښځې هم د مشرۍ وړتيا لري.

استاد فريد وويل چې په افغانستان کې همېشه ښځې ګوښې ته شړل شوې، رټنه او سپکاوى ورته شوى، په همدې سبب لا هم ډېر کمې ښځې سره له دې چې وړتيا او لوړې زده کړې لري، پر نفس يې عالي اعتماد نشته او د نارينه وو د مشرۍ پلوي کوي.

د هغې په خبره، دا ډول ښځې فکر کوي چې نه شي کولى د نارينه په پرتله غوره کار وکړي، په داسې حال کې چې دا ډول باورونه ناسم دي او ښځې د نارينه وو په څېر په مشرۍ کې غوره رول لوبولى شي.

د کابل ښار اوسېدونکې سميلا هم وايي چې دواړه (ښځې او نارينه) په مشرتابه کې مساويانه ونډه لرلى شي.

نوموړې په افغانستان کې له نرواکۍ شکايت کوي وايي چې د ناوړه دودونو په سبب د رهبرۍ په برخه کې ډېر کليدي پوستونه له نارينه وو سره دي.

هغې زياته کړه: ((څو کاله وړاندې مې يوه انجيو جوړه کړه، ټول زحمتونه مې خپله وګالل، خو له بده مرغه چې خاوند مې له يوه کال وروسته اړه کړم چې د انجيو جواز يې په نوم کړم او څو ځله يې راته ګواښ وکړ که يې په نوم نه کړم، نو وبه مې وژني.))

خو نوموړې د دغه وضعيت ښه کېدو ته هيله منه ده؛ ځکه چې په خبره يې د دې تر څنګ چې په ټوله کې ورځ تر بلې په هېواد کې د تحصيل کړو شمېره لوړېږي، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې هم د نجونو شمېره مخ په ډېرېدو ده.

سميلا باور لري چې د تحصيل کړو کسانو د شمېر په زياتېدو سره د ټولنې په دې وضعيت کې مثبت بدلون راتللى شي.

د طالبانو د حاکميت پر مهال (له ١٣٧٥ تر ١٣٨٠ پورې) نجونو ښوونځي ته د تګ اجازه نه درلوده، خو د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، په ١٣٨١ کال کې څه باندې يو ميليون نجونې او څه باندې ٣.٢ ميليونه هلکان په ښوونځيو کې شامل وو.

د ولسمشرۍ ماڼې له لوري وړاندې شوې شمېرې څرګندوي چې په ١٣٩٥ کال کې ٣.٧ ميليونه نجونې او ٥.٩ ميليونه هلکان ښوونځي ته ځي.

د پوهنې وزارت د وياند مجيب مهرداد د معلوماتو له مخې، د طالبانو د حاکميت د پنځه کلنې دورې پر مهال نجونو ته اجازه نه ورکول کېده چې ښوونځي ته لاړې شي، خو وروسته بيا ورځې تر ورځې په ښوونځيو کې د ښځينه زده کوونکو شمېره زياته شوې ده.

د مهرداد په خبره، نا امنۍ او په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو د نشتوالي په اړه د کورنيو له لوري خپلو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول، په ځينو سيمو کې تر ښوونځي پورې زيات واټن او نور لاملونه د دې سبب شوي چې لا هم په ښوونځيو کې د نجونو شمېره د هلکانو په پرتله کمه ويو خو د پوهنې وزارت هڅه کوي چې دا وضعيت ښه شي.

په ځينو سيمو کې نارينه د ښځو د مشرۍ په اړه تر ډېره روښانه ليدلورى لري

د افغانستان د ارزونې او څېړنې واحد او د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د نظر پوښتنې پر بنسټ، په تخار ولايت کې د هغو نارينه وو شمېر چې د ښځو په پرتله د نارينه وو د مشرۍ د غوره والي نظريې مخالف وو، د ننګرهار ولايت په پرتله پنځه ځله زيات دي.

نو په دې اساس ويلي شو چې د استوګنې ځاى هم په دې اړه اغېزناک پاتې کېدلى شي.

د نظر پوښتنې موندنې څرګندوي چې په ننګرهار کې له هرو لسو کسانو ٩ کسان، په کابل کې اته، په باميانو کې اووه او په تخار کې شپږ پر دې باور دي چې نارينه د مشرۍ لپاره ډېر مناسب دي.

د کابل پوهنتون استاده شهلا فريد وايي چې ممکن په ځينو ولايتونو کې د نامنلو دودونو د حاکميت او د عامه پوهاوي د پروګرامونو نشتوالى د دې سبب شوى وي چې د ښځو له مشرۍ سره د مخالفو نارينه وو شمېر لوړ شي.

خو هغه زياتوي چې په ځينو ولايتونو کې دا ډول نارينه کم دي.

هغې زياته کړه: ((زه په باميانو او تخار ولايتونو کې د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو شاهده يم چې ښځو او نارينه وو په کې په ګډه ونډه اخيسته او زياتو نارينه وو د ښځو له مشرۍ سره مخالفت نه درلود.))

د عمر پر بنسټ د نظرونو توپير

دا نظريه چې د چارو کنټرول او مشري بايد له نارينه وو سره وي، د لوړ عمر لرونکو په منځ کې د ځوانانو په نسبت لوړه ده.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې اته سلنه ځوانان (ښځې او نارينه) له لوړ عمر لرونکو کم باور لري چې د نارينه وو مشري د ښځو له مشرۍ غوره ده.

د شهلا فريد په خبره، يو شمېر کسان چې باور لري يواځې نارينه د مشرتابه وړ دي، په لوړ عمر لرونکو کې يې د ځوانانو په پرتله باور ځکه زيات دى چې ځينې د لوړ عمر لرونکي لا هم د ځينو پخوانيو نا منلو دودونو لکه د تحصيل حق نه ورکول، کار او حتى په کورنيو چارو کې ښځو ته د تصميم نيولو پر واک ورکولو باور لري.

د هغه په خبره، ځوانان له دې امله ښځو ته د مشرۍ ورکولو نظريې پلويان دي چې په يوه وخت کې د پخواني عصر متفاوت لوى شوي دي او د عامه پوهاوي پروګرامونو کې ځوانانو ته د لويانو په پرتله د ګډون ډېر حق ورکول کېږي؛ ځکه چې ارواپوهان او ټولنپوهان وايي چې د ٥٤ کلنۍ له عمر وروسته د انسان په سلوک، افکارو او ذهن کې بدلون راوستل ګران کار دى.

فريد له حکومت غواړي چې نجونو ته د تحصيل زمينې مساعدولو او د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو زياتولو کې هڅه وکړي، څو په افغانستان کې د جندر د تساوي لپاره ډېره زمينه مساعده شي.

اوسمهال د افغانستان د ٢٣ کسيزې کابينې له منځه څلور ښځې دي او د ٣٤ واليانو په منځ کې يوه والۍ او د ملي شورا د ٣٥١ غړو په منځ کې ٩٦تنه ښځې شاملې دي.

په مشرتابه کې د ښځو راتلونکى

د يادونې ده، درې سلنه ښځې (٧٩ سلنه د ٨٢ سلنه په مقابل کې) د نارينه وو په پرتله زياتې پر دې باور دي چې مشري بايد له نارينه وو سره وي، خو د ښځو چارو وزارت سلاکار فاروق وايي چې په نظر پوښتنه کې شامل څلور ولايتونه د ټول افغانستان استازولي نه شي کولى.

ثواب وويل چې دا شمېره (درې سلنه) ډېره ښکته شمېره ده، خو ممکن بېلابېل لاملونه لکه چاپېريال، سواد او پر نفس د پياوړي اعتماد نشتوالى د ښځو پر وړاندې د دې سبب شوی وي چې دا ډول مفکوره ولري.

نوموړي زياته کړه: ((ښځې او نارينه منطقاً د معيارونو پر بنسټ د بشري حقونو، مدني او اسلامي حقونو له ليدلوري په مشرتابه او ګډون کې د خدمت کولو هېڅ حق نه ردوي.))

د هغه په خبره، ښځې چې څنګه په کور کې مشري کوي، په ټولو اړخونو کې په ښه ډول ځلېدلى شي او بايد پر نفس قوي باور ولري چې کولى شي په ټولو برخو کې ښې وځلېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement