د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل د سږ کال په بریدونو کې ١١٣۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل د سږ کال په بریدونو کې ١١٣۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Aug 25, 2016 - 14:33

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٥): د افغان- امريکايي پوهنتون بريد ٥۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې له دې سره په پلازمېنه کابل کې د روان زېږديز کال د ٢٣ بريدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره ١١٣۷ تنو ته ورسېده.

د پلازمېنې کابل د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په دارلامان سيمه کې د افغانستان پر امريکايي پوهنتون تېر ماښام ډله ییز ځانمرګی برید وشو.

چارواکي وايي چې په دغه بريد کې ٧ محصلين، دوه د پوهنتون ساتونکي، يو د ړنډو انسټيټيوټ ساتونکى او درې پوليس وژل شوي او ٤٥ تنه نور چې ٣٠ يې محصلين او پاتې يې پوليس او نور کسان دي، ټپيان شوي دي.

له بريدګرو يوه يې د بريد په پيل کې د پوهنتون په دروازه کې د موټربم په وسیله چاودنه وکړه او دوه نور يې نن سهار په شاوخوا څلور بجو د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخیستى.

د پژواک خبري اژانس راپورونه ښيي چې په روان ميلادي کال کې دا درويشتم بريد دى چې په کابل کې ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، په روان ميلادي کال کې پر ياد پوهنتون تر بريد مخکې په کابل کې په ٢٢وسله والو، ځانمرګو او د ماينونو له لارې بريدونو کې ٢۷٣ کسان وژل شوي او ٨۰۶ نور ټپيان شوي دي.

له يادو ٢٣ بريدونو څخه ١٣ يې ځانمرګي بريدونه دي.

راپورونه ښيي چې د دغو بريدونو ٩٣ سلنه قربانيان ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي دي.

د يادونې ده چې له دغو بريدونو درې يې ډېر خونړي وو او ٦٣ سلنه مرګ ژوبله په همدې درېيو سترو بريدونو کې اوښتې ده.

له يادو درېيو بريدونو تر ټولو لوى، د لوړپوړو چارواکو د ساتنې پر رياست بريد و چې د غويي په لومړۍ نېټه ترسره شو او په ترڅ کې يې ٦٤ کسان ووژل شول او ٣٤٧ نور ټپيان شول.

ورپسې د کابل د دهمزنګ په څلورلارې کې د روښنايي غورځنګ لاريون کوونکو په غونډه کې د زمري په دويمه ځانمرګي بريد ډېره مرګ ژوبله لرله.

په دغه بريد کې ٨١ کسانو ووژل شول او ٢٣١ نور ټپيان شول.

دغه راز د چنګاښ په لسمه د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په کمپنۍ سيمه کې د ميدان وردګو ولايت پوليسو له اکاډمۍ څخه د فارغ شوو کسانو پر کاروان بريد درېيم لوى بريد و چې ٣٧ کسان په کې ووژل او ٤٠ نور ټپيان شول.

د دهمزنګ د څلورلارې بريد مسووليت د داعش ډلې پر غاړه اخیستى، خو د پاتې نورو لويو بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو منلى او په يادو ٢٣ بريدونو کې ځيني داسې بريدونه هم شته چې هېچا يې مسووليت نه دى اخیستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement