د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يوه افغان د مېوو او سبو وچولو ماشين جوړ کړى

يوه افغان د مېوو او سبو وچولو ماشين جوړ کړى

Oct 08, 2016 - 14:39

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۹۵): يوه افغان د مېوو او سبو د ژر وچولو ماشين جوړ کړى او له دولته غواړي چې په دې برخه کې ورسره اړينه مرسته وکړي، تر څو په هېواد کې د مېوو او سبو د ضايع کېدو مخه ونيول شي.

دغه ٤٤ کلن افغان عبدالغفار ستانکزی دى، ستانکزى د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د مغول خېلو کلي اوسېدونکى دى او دا مهال د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د قمبر څلورلارې په سیمه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

هغه د کابل اتو ميخانيک له انسټيټيوټ څخه فارغ شوى دى.

ده له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، کله به يې چې ليدل ځيني باغ لرونکي د امکاناتو د نه شتون له امله نه شي کولى خپلې مېوې په ښه توګه او ژر وچې کړي او په لوړ کيفيت سره يې بازار ته وړاندې کړي، دا انګېزه ورسره پيدا شوه چې د مېوو او سبو د وچولو ماشين جوړ کړي.

ستانکزى وايي چې په شاوخوا يو کال کې پر دې بريالى شو چې په امتحاني ډول داسې يو ماشين جوړ کړي چې په لږ وخت کې ډېره مېوه او سابه په لوړ کيفيت وچ کړي.

دى وايي، دغه ماشين یې له اوسپنې او لرګي جوړ کړی، يو متر او شل سانتي بر او دوه متره او شل سانتي لوړوالی لري.

هغه وايي چې د دغه ماشين په يوه برخه کې په لرګيو يا تېلو او يا هم د ډبرو سکرو اور بلېږي تر څو په ټانکۍ کې اوبه ګرمې کړي.

دى وايي چې دغه ماشين دوې پکې لري چې د ګرمو شوو اوبو ګرمه هوا د ماشين په هغې برخه کې ګرځوي راګرځوي چې د وچولو لپاره مېوه او يا سابه په کې اېښودل شوي وي.

هغه وايي چې دغه ماشين يې په خپله طرحه او ډيزاين کړی او د اړينې ګرمې هوا د کنټرول اله هم لري.

ده وويل، دا اله ځکه جوړه شوې چې هره مېوه او يا هر ډول سابه خپلې ځانګړنې لري او د وچولو لپاره متفاوتې ګرمې هوا ته اړتيا لري.

دى وايي چې په دغه ماشين کې د ځينو مېوو او يا سبو وچول لږ او د ځينو ډېر وخت غواړي.

ده د بېلګې په توګه وويل چې په ياد ماشين کې په يوه وخت کې شپږ منه انګور ځايېږي او په شاوخوا ٣٥ ساعتونو کې یې پر مميزو بدلوي.

دا په داسې حال کې ده چې له ماشين پرته، لمر ته د اچولو له لارې په مميزو د انګورو بدلول تر لسو ډېرې ورځې غواړي.

ستانکزی وايي چې د دغه ماشين په جوړولو شاوخوا ۱۰۰زره افغانۍ لګښت راغلى، خو په پام کې لري چې په راتلونکي کې داسې ماشين جوړ کړي چې په يو وخت کې د سل منه انګورو وچولو وړتيا ولري.

عبدالغفار ستانکزی له حکومت نه غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي تر څو وکولی شي ياد ماشين ته ورته ډېر او تر دې پر مخ تللي ماشينونه جوړ کړي.

دغه راز هغه وايي چې حکومت دې دى يوې داسې مرجع ته معرفي کړي چې د ده ماشين له علمي پلوه و ارزوي او ده ته اړينې مشورې ورکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement