د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جلرېز ولسوالۍ کې شپږ برمته شوي کسان ازاد شول

جلرېز ولسوالۍ کې شپږ برمته شوي کسان ازاد شول

Oct 27, 2016 - 17:47

باميان (پژواک، ٦ لړم ٩٥): هغه شپږ کسان چې د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د يوولسو مسافرو د ازادولو له امله بنديان شوي وو؛ د يو شمېر قومي مشرانو او  مخورو په منځګړيتوب ازاد شول او هم مهاله ورسره د جلرېز لاره هم د ترافيکو پر مخ پرانېستل شوه.

ناپېژاندو وسله والو شاوخوا يوه مياشت وړاندې د جلرېز ولسوالۍ په زېولات سيمه کې يوولس مسافر وتښتول چې له هغې سیمې يې نامعلوم ځاى ته ولېږدول او د ياد کار له امله د ولسي پاڅون کوونکو په نوم يو شمېر کسانو وسلې پورته کړې او د نا امنۍ له امله يې ياده لار د خلکو پر مخ وتړله.

د شاوخوا ٢٠ ورځو په تېرېدو سره د ولسي پاڅون کوونکو په نوم يو شمېر وسله والو وسله پورته کړه او د جلرېز ولسوالۍ له زېوالات سيمې څخه يې شپږ کسان وتښتول او ګواښ يې کړى و، څو چې د دوى يوولس تښتول شوي مسافر ازاد نه شي نو ياد شپږ کسان به هېڅکله هم ازاد نه کړي.

د جلرېز ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن محمدجمال سجاد پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادو کسانو له تښتولو وروسته د جلرېزمخورو کوښښ وکړ، څو د بهسودو له حصه اول او حصه دوم ولسواليو مشرانو سره د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د راپورته شوو وسلوالو ستونزوه د خبرو له لارې حل کړي، چې په پايله کې يادې خبرې يوې پايلې ته ورسېدې.

هغه زياته کړه، دوه ورځې وړاندې هغه ١١ مسافر چې د زېوالات په سيمه کې تښتول شوي وو او له هغه وروسته بيا د ميدان وردګو ولايت مرکز ته لېږدول شوي وو؛ ازادل شول او پرون مازديګر د زېوالات سيمې شپږ اوسېدونکي چې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د وسلوالو له لوري برمته شوي و؛ د جلرېز حکومت چارواکو او مخورو ته وسپارل شول.

نوموړى وايي چې دغه راز د نيول شوو کسانو په ازادېدو سره د جلرېز لويه لار هم د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

د جلرېز ولسوالۍ ياد امنيتي چارواکي، په ياده ولسوالۍ کې  د خلکو نيول او نا امنۍ د طالبانو کمزوري وبلله او ويې ويل چې طالبان له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو وړتيا نه لري او له همدې امله قومي شخړو او د خلکو پر برمته کولو لاس پورې کوي.

د جلرېز امنيه قوماندان زياته کړه: "الحمدالله د خلکو برمته کول د جلرېز، بهسودو او دايميرداد ولسواليو د سپين ږيرو او مخورو په منځګړيتوب پاى ته ورسېده او برمته شوي کسان خپلو کورنيو ته وسپارل شول."

قوماندان علي پور چې د يادو ولسي پاڅون کوونکو کسانو قوماندان دى، پژواک ته وويل چې د زېوالات سيمې د اوسېدونکو له نيولو يې موخه د ١١ مسافرو ازادول و، چې د طالبانو له لوري برمته شوي و.

هغه زياته کړه: "د ولسي پاڅون کوونکو جبهې له شلو ورځو وروسته د هغو کسانو په پېژندلو بريالي شول، چې د طالبانو خپلوان و او ياد شپږ کسان يې له زېوالات څخه د برمته شوو کسانو د ازادېدو په موخه نيولي و، موږ د زېوالات له خلکو سره د شخړې غوښتونکي نه يو، خو  که چېرې همېشه په سيمه کې له خلکو سرونه پرې شول او مسافر وځورول شي، نو د ولسي پاڅون کوونکو جبهه به بې پرې پاتې نه شي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement