د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بدخشان د پامير بهرني ليدونکي زيات شوي

د بدخشان د پامير بهرني ليدونکي زيات شوي

Oct 31, 2016 - 16:31

فيض اباد (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): په بدخشان ولايت کې چارواکي وايي چې د بدخشان پامير ته د بهرنيو سيلانيانو راتګ، د تېر کال په پرتله زيات شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى امر سيد اکرام صديق لعل زاد په خبره، تېر کال (١٣٩٤) ټولټال ١١٥ بهرني سيلانيان د تاجکستان او اشکاشم بندر له لارې د بدخشان پامير ته سفر کړى و، خو دا شمېره د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٢٠ کسانو ته رسېږي.

هغه زياته کړه چې د بدخشان له پامير سره د بهرنيو سيلانيانو او ګرځندويانو لېوالتيا د دې سبب شوې چې د خلکو اقتصاد د ګرځندوى عوايدو له درکه ورسره لوړ شي.

لعل زاد وويل: ((د اشکاشم لارې په اوږدو کې تر واخان پورې چې پامير ته غځېدلې، له لسو تر ١٥ پورې ترانسپورتي شرکتونو پورې د ګرځندويانو او سيلانيانو لپاره جوړ شوي چې له بده مرغه تر اوسه پورې له دغه امريت سره ثبت نه دي چې تر واخان پورې د يوه بهرني توريست د لېږدولو پر سر ٤٥٠ امريکايي ډالر اخلي چې ډېره لوړه بيه ده.))

خو هغه زياته کړه چې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور  رياست چارواکو واخان ته د سفر پر مهال د اشکاشم او واخان له ولسوالانو سره ناسته کې سيلانيانو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه کرايه له ٤٥٠ نه ٣٥٠ ته را ښکته کړې ده.

همدارنګه د اشکاشم لارې په اوږدو کې تر پامير پولې پورې د اغا خان دفتر او ځايي خلکو په همکارۍ ٢٤ هوټلونه سيلانيانو ته د خدمت په موخه د خلکو له خوا جوړ شوي چې د برېښنا، حمام او خوړو اسانتياوې لري، په درې وخته ډوډۍ کې له هر سيلاني نه له ٢٠ تر ٢٥ پورې ډالر ترلاسه کوي.

هوټل لرونکي وايي چې په وردج ولسوالۍ کې د امنيت نشتوالى د سيلانيانو پر وړاندې عمده ستونزه ده ، دوى زياتوي چې ګرځندويان له دې لارې واخان ته راځي او اوسمهال وردوج ولسوالي د طالبانو په واک کې ده، که چېرته دولت د امنيت موضوع ته پاملرونه وکړي، د بدخشان پامير ته به د سيلانيانو شمېر زيات شي.

د ولي جان په نامه يوه هوټلي وويل چې که چېرته د نا امنۍ ستونزه حل شي، ممکن د بدخشان پامير ته د ګرځندويانو او سيلانيانو شمېر لس چنده شي او له درکه يې خلکو او دولت ته زيات عايد په لاس ورشي.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى څانګې مشر وويل چې اوسمهال بهرني سيلانيان او ګرځندويان د تاجکستان له مرکز دوشنبې نه له څلور ورځني مزل وروسته د تاجکستان خارق ښار او اشکاشم ته رسېږي او وروسته د اشکاشم له لارې پامير ته ځي چې دا چاره خپله ګرځندويانو ته د ستونزې سبب ګرځي.

هغه زياته کړه چې که چېرته د وردوج ولسوالي له وسله والو مخالفينو پاکه شي او ترافيکو ته لاره پرانېستل شي، دا ستونزه به حل شي او د ګرځندويانو لاره به لنډه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement